یکشنبه, اکتوبر 26, 2025
Homeافغانستانذبیح‌الله مجاهد:پاکستان د داعش غړي پټوي، یا دې مهم غړي ونیسي یا...

ذبیح‌الله مجاهد:پاکستان د داعش غړي پټوي، یا دې مهم غړي ونیسي یا دې افغانستان ته وسپاري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې خبري کنفرانس ته ویلي، چې پاکستان د داعش خراسان څانګې غړي پټوي.

هغه له پاکستانه غوښتي چې د داعش مهم غړي ونیسي یا یې افغانستان ته وسپاري.

نوموړي ادعا کړې چې د داعش نوې روزنیزې مرکزونه د خیبر پښتونخوا په سیمه کې جوړ شوي دي.

مجاهد دغه راز ویلي، چې افغانستان د خپل سرحد او هوايي حریم د دفاع حق لري.

په عین حال کې مجاهد د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د هند سفر “یو عادي دوه اړخیز تعامل” بللی او ویلي یې دي چې هېڅ هېواد باید له دې امله اندېښمن نه وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here