یکشنبه, اکتوبر 26, 2025
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛په ډیره اسماعیل خان کې د برید پړه یوې نااشنا ډلې...

خیبر پښتونخوا؛په ډیره اسماعیل خان کې د برید پړه یوې نااشنا ډلې منلې

د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د برید پړه یوې نااشنا ډلې منلې.

د “تحفظِ امارتِ اسلامي فورس” په نوم یوې نوې او تر دې مخکې ناپېژندل شوې وسلوالې ډلې د ډیره اسماعیل خان د پولیسو پر روزنیز مرکز د برید مسؤلیت منلی دی.

د دې ډلې یو کس چې ځان یې “مفتي ابوالخالد عثماني” معرفي کړی، په یوه خپاره شوي بیان کې د برید پړه منلې ده.

تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) لومړنۍ پړه منلې وه؛ خو وروسته یې له برید څخه لاس واخیست.

تر اوسه د دغه نوي نوم لرونکې ډلې د جوړښت، مشرتابه او اړیکو په اړه نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here