سه شنبه, اکتوبر 28, 2025
Homeافغانستانفضل‌هادي مسلمیار:د پاکستان هوايي برید د افغانستان پر خپلواکۍ او ملي حاکمیت...

فضل‌هادي مسلمیار:د پاکستان هوايي برید د افغانستان پر خپلواکۍ او ملي حاکمیت ښکاره تېری دی

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل‌هادي مسلمیار د پاکستان له لوري په پلازمېنه کابل او پکتیکا ولایت کې د ترسره شوو هوايي بریدونو په سختو ټکو غندنه کړې ده.

نوموړي دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه کړې ده، چې هېڅ ډول توجیه نه لري.

مسلمیار له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د دغو بریدونو په اړه چوپ پاتې نه شي او بې‌طرفه څېړنې ترسره کړي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، ملت یې یو موټی او یو غږ دی، او هېڅ بهرنی ځواک د دې خاورې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here