د کډوالو د حقونو د څار نړیوال بنسټ د طالبانو حکومت هغه پرېکړه غندلې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په دفترونو کې یې د افغان ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
یاد بنسټ ویلي، دغه اقدام د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د ستنېدونکو کډوالو او زیانمنو کورنیو لپاره د اړینو خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کوي.
د دوی په وینا، د ښځینه کارکوونکو له ګډون پرته ښځې او نجونې مرستو او اړینو مرکو ته لاسرسی نه لري، چې دا د زرګونو کورنیو ژوند ګواښي او د بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.
دغه بنسټ له کورنیو او نړیوالو اړخونو غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت پر دې پرېکړه جدي دریځ خپل کړي او د افغان ښځو د کار حق تضمین کړي.
کارپوهان وايي، د ښځو پر کار بندیز یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده، بلکې پراخې ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري او د بشري مرستو د تطبیق بهیر له ستونزو سره مخ کوي.