د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ نښتې د پوځیانو او ملکي وګړو د مرګژوبلې سبب شوې دي.
هغه په خپلو څرګندونو کې زیاتوي چې اوس وخت رارسېدلی چې د جګړې پر ځای سیاسي تګلاره بدله شي او دواړه لوري د خبرو مېز ته کېني.
خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې که د پاکستان پوځ د پوځي حل په لټه کې وي، دا به یوه لویه تېروتنه وي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت هم باید په دې برخه کې له پاکستان سره د حل لارې موندلو کې مرسته وکړي.