د ایران د بشري حقونو بنسټونو ویلي چې په قزوین زندان کې یوه افغانه ښځه له خپل خاوند سره یو ځای اعدام شوې ده.
راپورونه وايي چې حدیقه عبادي او یونس مزارشمس د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو او درې ماشومان یې د زندان پر مهال ورسره وو؛ خو وروسته دغه ماشومان خوشې او افغانستان ته لېږل شوي دي.
دغه افغانه جوړه نږدې ۲۰ کاله په ایران کې اوسېدله او څلور کاله وړاندې ورته د اعدام حکم ورکړل شوی و.
د ماشومانو عمر او هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.
تر دې دمه د ایران حکومت او دولتي رسنیو د دې اعدام په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې، په تېرو دریو کلونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۵۰۳ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.
د ههنګاو د تازه معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۹۰۶ بندیان اعدام شوي چې ۵۹ یې افغانان دي.