د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز وایي، د افغانستان لپاره د اسلاماباد ځانګړی استازی محمد صادق خان به راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر وکړي څو د طالبانو حکومت ته د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي په تړاو د پاکستان جدي اندېښنې ورسوي.
راپور زیاتوي چې نوموړی به د طالبانو حکومت له چارواکو وغواړي چې یادې ډلې ته د خوندي ځایونو ورکولو مخه ونیسي.
پاکستاني چارواکي وايي، په دې اړه یې شواهد هم د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.
دا سفر پر داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې په خېبرپښتونخوا کې د ټيټيپي په بریدونو کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د دغو پېښو وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې یا دې له پاکستان سره ودرېږي او یا دې د «ترهګرو» ملاتړ پرېږدي.
هغه همداراز ویلي چې افغان وګړي د پاکستان په ترهګریزو پېښو کې لاس لري او ژر به ناقانونه افغان کډوال له هېواده وایستل شي.