کابل ته د امریکایي پلاوي تر سفر وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي چې په افغانستان کې نیول شوي امریکایي وګړي باید خوشې شي.
روبیو له رسنیو سره د واشنګټن نه د منځني ختیځ پر لور د سفر پر مهال وویل، تر اوسه نه شي ویل کېدای چې د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو تبادله په نږدې راتلونکي کې ترسره کېږي او که نه.

هغه یوازې څرګنده کړه چې د امریکا د بندیانو چارو ځانګړی استازی اډم بولر کابل ته تللی څو د احتمالي تبادلې امکانات وارزوي.
د طالبانو د ادعا په اړه چې ګواکې واشنګټن د بندیانو د تبادلې تړون ته غاړه ایښې، روبیو وویل: «زه په دې نه پوهېږم. زموږ ځانګړی استازی له اوږدې مودې راهیسې خبرې کوي. اوس هغه هلته تللی چې وګوري څه ممکن دي. وروستۍ پرېکړه د هر ډول تبادلې یا هوکړې په اړه د ولسمشر ده. خو موږ غواړو ټول امریکایان او هر هغه څوک چې غیرقانوني نیول شوي، خوشې شي.»
بل لور ته د محمود شاه حبیبي ورور ویلي چې د اډم بولر سفر کابل ته د همدې لپاره دی څو د حبیبي د خوشې کېدو هڅې وشي.

محمود شاه حبیبي، چې د امریکا او افغانستان دوهګونی تابعیت لري او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی مشر دی، د امریکا په وینا د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه کابل کې نیول شوی و.
واشنګټن د هغه د نیولو پړه پر طالبانو اچوي؛ خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.