د خېبرپښتونخوا په لوړ دېر سیمه کې د پاکستاني پوځ او وسلهوالو ترمنځ تازه نښتې شوې دي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۷ پوځیان وژل شوي دي.
امنیتي سرچینو ویلي چې جګړه تېره شپه پیل شوې او د څو ساعتونو لپاره روانه وه.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو د پوځ پر پوستو ډلهییز بریدونه کړي چې له امله یې دواړو لورو ته تلفات اوښتي؛ خو د وسلهوالو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي چې یوازې یوه ورځ وړاندې په سویلي وزیرستان کې ټيټيپي د یو برید په ترڅ کې ۱۲ پاکستاني سرتېري وژلي وه.