د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ ویلي چې د افغانستان په تړاو یې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې له روسیې، ایران او پاکستاني استازو سره سلا مشورې کړي دي.
د هغه په وینا، په دې څلور اړخیزه کتنه کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د ګډو همکاریو، تعامل او د بیارغونې په بهیر کې د عملي ونډې پر اړتیا ټینګار شوی دی.
دغه ناسته د تاجیکستان په کوربتوب ترسره شوې او ګډونوالو یې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د سیمهییزو هېوادونو د ګډو هڅو پر اهمیت خبرې کړې.