د جنوبي وزیرستان عليوزیر ولسوالۍ کې د بادار درې په سیمه کې پر یو پوځی کاروان برید کې لږ تر لږه ۱۲ پوځيان وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، برید د کمین په ډول ترسره شوی و.
تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي د برید مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې جنګیالیو یې د پوځ وسلې هم له ځان سره وړي دي.

دا د ۲۰۲۴ د ډسمبر وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې، هغه مهال هم د ټيټيپي په ورته برید کې ۱۶ پوځيان وژل شوي وو چې ورسره هممهاله د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره ترسره شول.