د طالبانو حکومت د پنجشیر د والي ویاند سیفالدین لټون رسنیو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د دولتي او خصوصي رسنیو د تلویزیوني خپرونو پر خپرولو بشپړ بندیز لګول شوی دی.
د نوموړي په وینا، دا پرېکړه نن پنجشنبه د پنجشیر د ولایتي چارواکو په یوه غونډه کې وشوه.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت له لوري د ساه لرونکو په انځورونو بندیز لګېدلی و.