د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې خونړۍ پېښې وروسته نړۍ له امریکا سره ودرېده؛ خو واشنګټن وروسته د طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په دوحه کې د یوې معاملې په لاسلیکولو سره دغه باور او همدردي زیانمنه کړه.
ښاغلي صالح په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې له ۲۰۲۱ کال د اګست راوروسته، امریکا هره اوونۍ طالبانو ته له ۴۰ تر ۶۰ میلیونه ډالر برابروي، چې دا کار د ترهګرۍ او د هغې پر ضد د مبارزې مانا او مفهوم ته اساسي بدلون ورکړی.
نوموړي ویلي:«هغه څوک چې د سپتمبر د پېښې وروسته د امریکا ترڅنګ ودرېدل، اوس تعقیبېږي، زندانونو ته اچول کېږي، شکنجه کېږي، وژل کېږي او په ډلهییز ډول بېکوره کېږي. امریکا نور د یوه باوري ځواک په توګه د اعتبار وړ نه ده پاتې.»
هغه زیاته کړې چې دی د سپتمبر د پېښې نه مخکې هم د طالبانو پر وړاندې پورته شوی و او له ۲۰۲۱ وروسته یې هم د خپل هېواد د آزادۍ لپاره مبارزه روانه ساتلې؛ خو د واشنګټن پر روایت نور باور نه لري او هغه یې «بشپړ خیانت او تېروتنه» بللې.