پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي، چې په چټک بدلون موندونکي نړیوال سیاسي نظم کې اسراییل هڅه کوي د امریکا د ځواک په کارولو د لوی اسراییل د جوړېدو لپاره ګام واخلي او نړیوال نظام د پاکس امریکانا نه پاکس جودیکا ته واړوي.
د نوموړي په خبره، دا به منځنی ختیځ د نړیوالو قدرتونو د رقابت د جنګ ډګر کړي، چې روسیه، چین او د نړیوال جنوب ځینې هېوادونه د امریکا او لویدیځ د کمزوري کولو لپاره هڅې کوي.
مشعل زیاتوي، که اسراییل خپلو ظالمانه سیاستونو ته دوام ورکړي، د څو قطبي نړۍ د جوړېدو مخه به ونه نیسي او دا هڅه به په لوړ قیمت پای ته ورسېږي.
ده ټینګار کړی چې افغانستان اوس د باعزته ملت او دولت په توګه د بیا راژوندي کېدو ځانګړی فرصت لري.