د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا ایالت پر وزیر اعلی علي امین ګنډاپور تور لګېدلی چې د ناقانونه وسلو او الکولي مشروباتو په قاچاق کې ښکېل دی.
محکمې د چهارشنبې په ورځ د هغه د نیولو دویم حکم صادر کړ، ځکه نوموړی د لومړي احضاریې پر مهال محکمې ته حاضر شوی نه و.
تر دې وړاندې، د اسلاماباد پولیسو د ګنډاپور له استوګنځي څخه غیر قانوني وسلې او الکولي مشروبات ترلاسه کړي وو، چې په همدې تړاو یې قضیه روانه ده.