د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محافظهکار فعال چارلي کرک د ترور پېښه غندلې او د هغه له کورنۍ سره یې د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.
ټرمپ په یوه ویدیو پیغام کې ویلي، چې پر کرک برید یوازې پر یوه شخص نه، بلکې پر امریکا برید ګڼل کېږي او ټینګار یې کړی چې عاملین به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
چارلي کرک تېر ماښام (چهارشنبه) د یوتا د وادۍ پوهنتون په سیمه کې د یوه هدفمند برید پر مهال په ډزو ووژل شو.