د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د سنبلې له ۱۸مې نېټې راپدېخوا یې د نغدو مرستو د وېش مرکزونه په ننګرهار، کندهار، کابل او هرات کې موقتاً تړلي دي.
د دې اقدام لامل د ښځو د کار د بندیز موضوع بلل شوې.
له کمېشنرۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښځینه کارکوونکې د راستنېدونکو ښځو د ملاتړ اجازه نه لري.
کمېشنرۍ ویلي، تر څو چې دا ستونزه له طالبانو سره د همغږۍ له لارې حل نه شي، نشي کولای په خوندي، عادلانه او درناوي ډک ډول خدمات وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې لا تر اوسه نه ده معلومه چې دا بندیز به تر کله دوام وکړي، خو د سرحدي فعالیتونو لکه د بېرته ستنېدو بهیر به عادي روان وي.