افغان کرکټ ملي لوبغاړو اعلان کړی چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د نننۍ لوبې ټول فیسونه او د انفرادي مرستو په توګه لسګونه زره ډالر د کونړ زلزلهځپلو لپاره ځانګړي کوي.
د کرېکټ بورډ په وینا، د خوست په لېسټ ای سیالیو کې بوخت لوبغاړي به هم خپلې مرستې راټولې کړي او زر به یې کونړ ته ولېږي.
بورډ زیاتوي، دغه مرستې به په بېړني ډول متاثرو سیمو ته ورسېږي او د لوبغاړو د مرستو بهیر به روان وساتل شي.