لیکوال: احمد شاه انګار
د نړیوالو اړیکو د سولې او شخړو مطالعاتو او ستراتیژیکو استخباراتو د علومو متخصص، ژورنالیست او سیاسي شننونکی.
زما د تیورۍ اصلي ادعا دا ده چې پاکستان د پاکستاني پښتنو او پنجابیانو د اتحاد په پایله کې رامنځته شوی او همدې اتحاد د یو ډیر پیچلي پلان پر بنسټ افغانستان اشغال کړی.
مخکې له دې چې دغې تیورۍ ته داخل شو باید ځینې مفاهيم روښانه شي.
په اوسنۍ نړۍ کې یوه هیواد ته ژمنتیا د هغه هیواد ملي دولت تعریفوي، یعنې په اوسنۍ نړۍ کې ملتپالنه یا نیشنلیزم هغه تر ټولو قوي ایډیالوژي ده چې د یو هیواد وګړي یې تعریف کوي او هغه وګړي هم په لومړۍ درجه کې د همدې دولت ملي منافعو ته وفاداره وي.
د دې خبرو د روښانه کولو لپاره دوه شیان تعریفول مهم دي.
لومړی ملتپالنه (Nationalism) او دوهم وطن دوستي (Patriotism) .
لومړی ملتپالنه ( Nationalism ): په اوسني وخت کې ملتپالنه هغې ایډیالوژۍ ته ویل کیږي چې د اتباعو ژمنتیا او تعهد د هغه دولت له ملي منافعو سره وي چې دوی يي تبعه دي او دغه ژمنتیا تر قومي او نژادي اړیکو لومړیتوب ولري او د هغه دولت د ملي منافعو د ساتلو لپاره د ځان او هر ډول نورو ارزښتونو قربانۍ ته چمتو وي.
تبعه هغه کس ته ویل کیږي چې د هغه دولت سره سیاسي او معنوي اړیکي ولري.
وطن دوستي یا(Patriotism): وطن دوستي هغه تفکر ته ویل کیږي چې د یوې سیمې خلک د دغه ځای د خاورې سره ژمنتیا لري، او د هغه خاورې ښیرازي ورته مهمه وي. یعنې د دې خاورې اوسېدونکو ته د دولت د جوړښت شکل مهم نه دی، بلکې هلته اوسېدل مهم وي، که دولت هر ډول وي او د هر چا په لاس کي وي.
د دې لپاره چې زما تیوري ښه روښانه شي باید پاکستان تعریف کړل شي.
پاکستان څنګه یو هیواد دی؟
یو مهمه خبره چې په ټولنیزو علومو کې ور باندې توافق وجود لري هغه دا چې ټولنیزې پدېدې ثابت تعریف نه لري.
دغه موضوع د پاکستان پر تعریف صدق کوي، په سیاسي علومو کې سیاسي نظام د نفوس، دولت، ملي حاکمیت او معینې جغرافیې د څلورو برخو څخه جوړ دی. پاکستان هم په ظاهري توګه همداسې دی؛ خو په عمل کې ډېر توپیر لري.
پاکستان اصلاً دغه مشخصه جغرافیه او نفوس نه دی.
بلکې پاکستان اصلاً لکه د ختیځ هند کمپنۍ یوه اداره ده؛ خو دا تر هغه هم پرمختللی بنسټ دی، چې په سیاسي علومو کې دغه رکم سیسټم تهNeo Patrimonial State ویل کیږي، د یو هیواد ملي منافع خپل د ځان بولي او خپل په ګټه يې کاروي.
په اصل کې دغه سیسټم دغه جغرافیه په زور او جبر سره استعمار کړې او د دې سیمې خلک په دې نظام کې هیڅ ډول اراده نه لري.
بله مهمه خبره په دې سیستم کې د اهمیت وړ ده، هغه په دې سیسټم کي غړیتوب دی. کم کسان چې په دې سیسټم یا چې خپله د پاکستان دولت يي ورته کاروي Establishment کې غړیتوب اخلي، د هغوی لپاره تر هر څه د پاکستان بقا او سیسټم ګټې مهمې دي، او دا خبره خپله په پاکستاني شعار کې ښه روښانه کیږي چې وايي تر هر څه مخکې پاکستان.
دغه سیسټم کې د مختلفو ملتونو او قومونو خلک غړیتوب لري، لکه پښتانه، پنجابیان، سندیان، هزاره ګان، بلوڅان او داسې نور چې غوښینه برخه يې پنجابیان او پښتانه جوړوي، او هر کس چې دې سیسټم ته داخلیږي، هغه به یوازې او یوازې پاکستانی وي، نور ټول ارزښتونه نفي کوي او یوازې د پاکستان ګټو ته ژمن وي.
دا سیسټم پر دیموکراتیکو اصولو نه دی بنا، بلکې دا سیسټم مطلق ټوټالیټیرین سیسټم دی، او مشخص چین اف کمانډ لري، لکه ناسم دوښمن یا Wrong Enemy کتاب کې چې راغلي، هر هغه کس چې د پاکستان د سیسټم خلاف نظر ور کړي یا يې پر ضد فعالیت وکړي هغه ژوندی نه دی پاتې شوی.
د دې څخه دا پایله اخیستل کیږي چې په پاکستان کې ټول بنسټونه او جریانونه ګوندونه، مدرسې، رسني، تعلیمي او اکاډمیک بنسټونه، مذهبي او دیني جریانونه، قومي خوځښتونه دي یا هم مدني حرکتونه ټول د دې سیسټم برخه دي او د دې سیسټم لخوا رهبري کیږي او هیڅ حرکت په پاکستان کې په خپلواکه توګه د فعالیت اجازه نه لري او که کومو ډلو یا مشرانو د دغه نظم د تغیر هڅه کړې هغه ژوندي نه دي پاتې شوي لکه ذولفقار علي بوټو، بینظیر بوټو، نواب اکبر خان بوکټي او داسې نور سیاسي مشران چې روښانه مثالونه یې په ایس ریاست، ناسم دوښمن، د آیایسآی اداره، پاکستان یو غلام هیواد او داسې نورو کتابونو کې په تفصیل سره بیان شوي دي.
دا سیسټم څنګه رامنځته شو؟
یوه خبره چې د پاکستان د جوړېدو اړوند ډیره څرګنده ده هغه د دوه ملته تیوري ده چې هدف يې د مسلمان ملت لپاره خپل خپلواک هیواد او د هندو ملت لپاره خپل خپلواک ملت دی؛ خو د پاکستان د جوړېدو علت یوازې د دې تیوري څخه نه شو پیدا کولای، د دې تر شاه ځینې نور عوامل هم وجود لري.
څلوېښتم پښتون کنډک
کله چې په دې سیمه کې بریتانوي هند حاکم وو، د دغې سیمې د کنترول لپاره يې په پوځ د سیکانو او هندوانو تر څنګ پښتانه هم شامل کړل، کله چې په ۱۸۵۷ م کال کې په بریتانوي فوځ کې هندي افسرانو بغاوت وکړ او بریتانویانو په شدت سره بغاوت کوونکي وځپل؛ نو بریتانوي افسرانو کې دا فکر ایجاد شو چې موږ باید یوازي پر هندیانو اتکا و نه کړو او په فوځ د مختلفو سیمو خلک ځای کړو چې هم زموږ لپاره کار وکړي او هم زموږ پر ضد د یوالي مخنیوی وشي؛ نو يې په ۱۸۵۸ م کال کې پښتانه هم چې اکثره يې د اوسني پاکستان تر اشغال لاندې سیمو پښتانه ول داخل کړل او د پښتون څلوېښتم کنډک نوم يې ورکړ.
یو دلیل چې افغان پاچاهانو د انګریزانو پر ضد ګام نه شوای اخیستلی او د خپلو اشغال شوو سیمو د نیولو هڅه يې نه کوله، دلیل همدا وو چې د انګریزانو په لیکو کې د افغانانو پر ضد همدا پښتانه ولاړ وو، همدا دلیل وو چې ډیورنډ لاین په جوړېدو سره د افغانستان د اشغال شوو سیمو پښتنو پاڅون و نه کړ ځکه د انګریزانو په فوځ کې همدا پښتنو د پاڅونونو مخه نیوله او هغه کسان يې نیول چې د انګریزانو پر ضد افغان دولتونو سره ملګرتیا لري.
د پاکستان رامنځته کېدل؟
د پاکستان رامنځته کېدل درې برخي لري یوه انګلو امریکن اتحاد د ګټو د ساتلو برخه ده، بله په هند کې د مسلمانانو او هندوانو مسله وه او بله يې د افغانانو او پاکستان تر اشغال لاندې سیمو د پښتنو موضوع وه.
لومړی د انګلو امریکن د اتحاد
د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د پاکستان جوړښت د انګلستان لخوا په دې سیمه کې د ستراتیژیکو موخو لپاره وو.
یعنې افغانستان او چین شوروي پلوه هیوادونه وه او په هند کې هم موجود پیاوړی ګوند کانګرس هم شوروي پلوه تمایل لاره؛ نو د شوروي د مهار لپاره د هالفورډ میکندر د هارټ لنډ او نیوکلاس سپایکمن د ریملنډ د تیوريانو پر بنسټ، د غرب د ستراتیژیکو موخو د ساتلو لپاره، په دې سیمه کې د یو نوي انګلیس پلوه هیواد جوړېدل اړین وه؛ ځکه انګریزانو د مسلم لیګ او دوه ملته تر شعار لاندې ځینې سیمې د هند او ځینې د افغانستان څخه جلا کړې او د پاکستان په نوم هیواد يې جوړ کړ.
د هندوانو او مسلمانانو تر منځ نفاق
که څه هم مسلمانانو او هندوانو په ګډه د بریتانیا څخه د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړله؛ خو انګریزانو کلونه د Divide and Rule بریالۍ پالیسي د دې سیمې پر قومونو چلولې وه او ښه پوهېدل چې دا قومونه څنګه سره وجنګوي او د دوی د نفاق څخه خپل په ګټه کار واخلي، ځکه يې محمد علي جناح په نوم خپل کس ته د مسلمانانو په لیکو کې لابي وکړله او هغه يې د مسلمانانو د مشر په توګه را لوړ کړ، او د هغه په توسط وتوانېدل مسلمانان د هندوانو پر ضد ودروي څو دوی د خپلو ستراتيژيکو ګټو د ساتلو لپاره نوی هیواد جوړ کړي او دغه هیواد ته په نړیواله کچه د ملتونو ارادې د څرګندولو د اصل د لارې مشروعیت ورکړي، ځکه انګلیستان او امریکا د ملګرو ملتونو په نوم د نوي سازمان د بنسټګرانو څخه وه او دغه اصل هم د دې سازمان په منشور کې دوی ځای کړی وو.
درېیمه برخه د پښتنو موضوع
لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه انګریزان په دې سیمه کې د افغانانو د خپلواکۍ غوښتونکو جنګیالو څخه سخت په تکلیف وه او همیش يې دلته درنه مرګ ژوبله ګالله او د دې د سیمې د خلکو پاڅونونو د بریتانوي هند نورو قومونونو ته د پاڅون الهام ورکاوه، نو انګریزانو په ۱۸۵۷م کال کې په بریتانوي پوځ کې د پښتنو پوځیانو کنډک جوړ کړ.
د دې کنډک په جوړېدو سره په دې سیمه کې امنیت تامین شو بلکې په پراخه کچه یو شمېر پښتانه هم د انګریزانو سره ملګري شول.
یو دلیل چې د افغانستان پاچا امیر عبدالرحمن خان و نه توانېد چې د انګریزانو څخه اشغال شوې سیمې ونیسي او د ډیورنډلاین د کرښې تحمیلېدو مخنیوی يې نه شوای کولای همدا وو چې د هغه استخباراتو دا اطلاعات ده ته ورکړي وه چې د دې اشغال شوو سیمو پښتانه د انګریزانو ملګري دي او که د انګریزانو پر ضد ګام پورته کړي ممکن د افغانستان اوسنۍ جغرافیه او د ده واکمني هم دلاسه ورکړي.
کله چې پاکستان جوړ شو پر دې سیمه درې سیاسي قوتونه موجود وه چې یوه د مسلم لیګ ډله چې رهبري يې محمد علي جناح کوله، دوهمه ډله د خان عبدالغفار خان پښتون خوځښت چې د عدم تشدد تګلاره يې لرله او درېیمه د انګریزانو څخه پاتې شوې قول اردو چې اکثریت افسران پښتانه وه او مشري يې هم پښتنو مشرانو کوله.
په لومړي سر کې د پاکستان د جوړېدو او د نوي نظام بنسټ یو سیکولر دیموکراتیک وو، چې د همدې تګلارې پر بنسټ د پاکستان لومړی وزیر محمد علي جناح او وروسته لیاقت علي خان وټاکل شو، خو د لیاقت علي خان د وژل کېدو وروسته د پاکستان پوځ مارشان ایوب خان تر مشري لاندې د ټول نظام واګي په لاس کې واخیستل.
کله چې د پاکستان پوځ د نظام واګي تر لاسه کړي؛ نو په نظام کې يې بنسټیز بدلونونه راوستل، پوځ لومړی د نظام د مشروعیت او ملي حاکمیت بنسټ ته تغیر ورکړ، لومړی خو د نظام لپاره ولسواکي اصل وو؛ خو پوځ د نظام دغه اصل له منځه یووړ او د نظام ټول واک يې پوځ ته وسپاره، ورسره سم يې ټول سیاسي خوځښتونه تر خپل کنترول لاندې راوستل. پوځ سیاسي ګوندونه، ملکي داره ، مدني ټولنه، مذهبي ځوځښتونه، رسنۍ او تعلیمي بنسټونه ټول د نظام چې رهبري یې پوځ کوله برخه کړل. هغه سیاسي ډلې چې د پوځ د دې نوي جوړښت سره يې مخالفت کاوه هغه ټول له منځه یو وړل شول، پوځ همدارنګه د پاکستان بهرني او داخلي سیاست ټول په خپل لاس کې واخیستل.
د پاکستان پوځ یو ټوټالیټیرین سیسټم ایجاد کړی چې د پرېکړې اصلي مرکز به پوځ وي او ټول نظام به پر پوځ را څرخي. یعنې مقننه قوه، اجرايه قوه او قضایه قوه دا ټول د پوځ برخه وګرځېدل اوس دا ټول بنسټونه په اصل کې د پوځ برخې دي.
د پاکستان پوځ هم دوې برخې لري یو هغه برخه ده چې یونیفارم لري او بله يې یونیفارم نه لري چې د فوځ دا برخه مدرسې او مذهبي ډلې دي.
دا هم ویل کیږي چې په نړۍ کې هیوادونه پوځ لري خو پاکستان یوازینی هیواد دی چې پوځ یو هیواد لري.
یعنې دلته ټول بنسټونه د پوځ برخه ده، کله چې د پاکستان د نظام تعریف کوو نو پاکستان د نورو طبیعي هیوادونو څخه ډیر توپیر لري، په نورو هیوادونو کې نظام د څلورو برخو څخه جوړ دی، چې یو دولت، خلک، محدوده جغرافیه او ملي حاکمیت؛ خو پاکستان د دې تعریف څخه جلا دي، په دې نظام کي خلک رول نه لري، د پاکستان نظام یوې پوځي کمپنۍ ته ورته دی چې د یو پراخ او قوي دولت شکل یې غوره کړی دی؛ نو کله چې موږ د پاکستان نوم اخلو دلته پاکستان دغه بنسټ چې ما يې مخکې تعریف وکړ ویل کیږي، نه هغه عام خلک چې هلته اوسیږي.
پوښتنه دا ده چې دغه بنسټ چا جوړ کړی؟
لکه مخکې چې مې وویل چې د پاکستان د جوړېدو سره دلته درې قوتونه وه چې یوه مسلم لیګ، بل د خان عبدالغفار خان ډله او بله هم د انګریزانو قول اردو چې په وسلو سمبال وو او مشري یې پښتنو افسرانو کوله، دغه افسرانو د پاکستان فوځ، د ای ایس ای اداره جوړه کړله او وروسته يې د ټول نظام واک په لاس کې واخیست، دلته زه هغه پښتانه افسران چې د پاکستان فوځ يې جوړ کړ او بیا يې د پاکستان ولسواک نظام په یو ټوټالیټر سیسټم بدل کړ یادونه کوم.
د پاکستان د فوځ او استخبارانو پښتانه مشران
فیلډ مارشان ایوب خان
جنرال محمد موسی خان
جنرال اغا محمد یحی خان
جنرال ګل حسن خان
جنرال ټیکا خان
جنرال عبدالوحید کاکړ
جنرال ایوب خان
جنرال اکبر خان
جنرال عبدالطیف خان
جنرال صاحبزاده یعقوب خان
جنرال نوابزاده شیر علی خان
جنرال غلام جیلانی خان
جنرال مختار علی خان
جنرال حمید ګل
جنرال اختر عبدالرحمن
جنرال جاوید ناصر
جنرال محمد ریاض خان
جنرال نصرالله بابر
جنرال عبدالله خان نیازی
ایر مارشال ذولفقار علی خان
جنرال اسد الله دورانی
جنرال امیر خان
مسعود شریف خان
جنرال رفیع الله نیازی
جنرال غلام احمد خان
جنرال اشرف افریدی
علی کلی خان خټک
حبیب الله خان خټک
جنرال محمد عزیز خان
احسان الحق
جهان ګیر خان
فرحدت الله خان بابر
د پاکستان په نظام کې نور پښتانه مشران
لیاقت علی خان پښتون او د پاکستان لومړی وزیر
مارشان ایوب خان پښتون، پوځي دیکتاتور او ولسمشر
غلام اسحاق خان، ولسمشر
عبدالقدیر خان د پاکستان د اټومي وسلو مشر او جوړونکی
دا د هغه برجسته پښتنو افسرانو نمونه ده چې د پاکستان فوځ او د پاکستان په نوم نظام يې جوړ کړی او په دې نظام کې د پراخ واک لرونکي کسان وه. دا هم په لومړي سر کې ما وویل چې د پاکستان په نوم دغه بنسټ کې د پاکستان د هر قوم کسان شته او کله چې کم کس دغه بنسټ ته داخلیږي، دغه کسانو ته تر هر شي د پاکستان د نظام ګټې ارزښت پیدا کوي او یوازې د دغه نظام ګټو ته ژمن پاتې کیږي.
خان عبدالغفار خان او عدم تشدد
باچا خان د پښتون قوم لپاره د یو پیغمبر په طریقه د یوه نوي پیغام سره راغلی و او د هغه طریقه تر ډیره د شخړې د حل پر کورني او ټولنیز اړخ متمرکزه وه، او هغه غوښتل نړیوال ارزښتونه په پښتنو کي داخل کړي.
د نوموړي د دې فکري لید ته په کتو سره ښکاري چې هغه دې پایلي ته رسېدلی و چي دا سیمه نور د افغانستان سره نه شي یو ځای کېدای او غوښتل يې په اصولو کې د افغانانو او پاکستان تر منځ د جګړې مخنیوی وکړي او داسې شرایط برابر کړي څو ټول خلک په سولهییز ډول ژوند وکړای شي.
کریسټین فیر په خپل کتاب جګړه تر اخیره کې لیکلي چې د پاکستان د جوړېدو سره سم د پاکستان دولت پښتانه د خپل دولت لپاره خطر بلل، په ځانکړې ډول کله افغان دولت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دولت د غړیتوب خلاف رایه ورکړه او د پاکستان لخوا د افغانستان د اشغال شوو سیمو د بیرته تر لاسه کولو غوښتنه يې کوله او د هغه ځای خلکو هم د افغانستان سره د بیرته یو ځای کېدو غوښتنه کوله او د میرزا علي خان یا فقیر اپي په شکل مختلفو هیواد پالو افغانانو د پاکستان پرضد وسله واله مبارزه پیل کړې وه او ورځ په ورځ د هغه لیکې په قوي کېدو وې.
پاکستاني مقاماتو د دې پښتنو دغه جذبه چې غواړي بیرته د افغانستان سره یو ځای شي، د ځان لپاره ستراتيژیک خطر باله او په دې فکر کې وه چې د غه حرکتونه باید ودرول شي.
د ستراتیژيکو استخباراتو په علم کې یو بحث د ایډیالوژيکې تخریبکارۍ (Ideological subversion) دی چې روسي لیکوال یوري بیزنوف په Ideological Subversion State کتاب کې په تفصیل سره بیان کړي.
د دې ستراتيژۍ یو تکتیک دا دی چې د یو حرکت مثبت او منفي اړخونه سنجول کیږي او که مثبتې ګټې ډېرې وي، د پراخېدو امکانات ورته برابري وي او که يې منفي اړخونه هم مخنیوي نه کوي او داسې طرف يي وړي چې پخپله خنثی شي.
ISI د خپلې ستراتېژۍ ۷۰ سلنه فعالیت پر ایډیالوژیکي تخریبکاري درولې او یوازي ۳۰ سلنه یې سبوتاژ(sabotage) او جاسوسي (espionage ولاړ دی، د پاکستان د دولت د ځان د بقا لپاره د تاوتریخوالي مبارزه خطرناکه ګڼي او غوښتل يې چې خلک د وسله والو سره یو ځای نه شي او غوښتل يې خلک ارام کړي.
او د دې پلان په عملي کېدو کې د ښاغلي غفارخان عدم تشدد مبارزه تر ټولو اغیزمنه لار وه، ځکه يې د عدم تشدد مبارزې پراختیا ته نوره هم زمینه برابره کړه.
دا چې په دغه دوران کې ټول نړیوال نظم تغیر خوړلی وو، د ملګرو ملتونو سازمان د ملتونو لخوا پخپله د خپل سرنوشت ټاکلو لپاره اصل ته ژمن و، هم شوروي اتحاد او هم امریکا د نوو دولتونو جوړېدل د خپلو منافعو لپاره ګټور باله، او پاکستان د همدې نړیوال مشروعیت څخه ویره لرله او غوښتل يې چې په پاکستان کې بلوڅان او په خاص ډول پښتانه ارام کړي.
د باچا خان مبارزه د پاکستان دغه ستراتیژيک اهداف په کمه بیه ورته تر لاسه کړل، دا چې پاکستان نوی جوړ شوی و او د پاکستان حاکمیت د افغانستان پر خاوره هیڅ ډول نړیوال او کورنی مشروعیت نه لاره، او خلک هم په پراخه کچه چمتو وه چې بیرته د افغانستان سره یو ځای شي، د افغانستان دولت هم د دغه کار لپاره نړیواله ادعا مطرح کړې وه او په کور دننه کې هم د میرزا علي خان یا فقیر اپي مبارزه روانه وه؛.خو د غفار خان خوځښت چې د پاکستان استخباراتو ورته د پراخېدو امکانات برابر کړل، دغه ټول حرکتونه وځپل.
اکثره پښتانه د دې پر ځای چې د فقیر اپي سره یو ځای شي، ډیری پر غفارخان را ټول شول او ورو ورو د خلکو احساسات هم ارام شول.
دا چې د عدم تشدد فلسفه په ذات کې د خپلواکۍ مبارزه نه ده، بلکې دا مبارزه په یو نظام او یا هم یو فرهنګ کې د ژور ټولنیز بدلون د رامنځته کولو یو طریقه ده چې د سولې او شخړو مطالعاتو کې ورتهconflict transformation او د ملګرو ملتونو سازمان دغه فکر ته peace building وايي چې دا اوږدمهاله پروسه ده. په دې پروسه کې د خلکو په اذهانو کې فکري بدلون د تعلیم، د بنسټونو د جوړېدو او کلتور په تغیرولو سره رامنځته کیږي.
پاکستان دغه د عدم تشدد فلسفه تحریف manipulate کړله یا لاسه وهنه يې پکې وکړله او خپل په ګټه يي وکاروله. دغه کار په اوږد مهال کې په پاکستان کې پښتانه اړ کړل چې د پاکستان تابعیت او حاکمیت ومني، او خپلې غوښتنې د پاکستان لخوا د جوړ شوو سیاسي میکانیزمونو د لارې مطرح او تعقیب کړي.
د عدم تشدد فلسفې پښتانه ستړي کړل او د خپلواکۍ او د افغانستان سره د یو ځای کېدو مفکوره په مغزونو کې وچه شوله، پاکستان د دې خلکو د تنظیم لپاره له وخته د خپلو جاسوسانو په لاس سیاسي ګوندونه ورته جوړ کړې وه او دا ستړی ملت يې پکې تنظیم کړ او ټول کنترول يې خپل په لاس کې واخیست.
دغه ټوله زمینه سازي د خان عبدالفغار خان مبارزې ورته وکړله.
ځکه زه ادعا لرم چې د خان عبدالغفار خان د عدم تشدد مبارزې پاکستان ستراتیژیکه ګټه ورسوله او افغانستان ته يې ستراتيژيک زیانونه واړول،
زه نه پوهیږم چې افغانان ولې ښاغلي خان ته د فخر افغان لقب ورکړی وو. په یوه لحاظ ویلای شو چې د پښتنو د تعلیم او فکري بدلون لپاره يې مبارزه وکړله او نړیوال ارزښتونه لکه د بشري حقونه، انساني ژوند او کلتوري خرافاتو په لیرې کولو کې يې ښه کار وکړ، خو زما په فکر د افغانستان لپاره دغې مبارزې سخت زیانونه واړول او د پښتنو څخه يې پاکستانیان جوړ کړ او د افغانستان پر اشغال شوې سیمه يې د پاکستان حاکمیت نور هم ټینګ کړ.
استخبارات څنګه ځینې خوځښتونه او مشران خپل په ګټه کاروي؟
موږ مخکې د پاکستان په تاریخ کې یادونه وکړله چې پاکستان یو داسې نظام دی چې د خلکو او جغرافیه ور هاخوا یوې کمپنۍ ته ورته بنسټ دی او تر ډیره د پښتنو او پنجابیانو د اتحاد په پایله کې رامنځته شوی او دغه بنسټ په پاکستان کې ټول شیان کنترولوي او ټول بنسټونه، ګوندونه، حرکتونه، مدني ټولنه، مدني فعالان، ژورنالیستان، مذهبی حرکتونه او بنسټونه، ښوونیز او اکاډمیک بنستونه او ټولې نورې ادارې د دغه نظام څانګې دي او په ګډه دغه سیسټم ته کار کوي.
کرسټین فیر په خپل کتاب جګړه تر اخیره کې وایي، د پاکستان ستراتیژیک کلتور پر دې نظر جوړ دی چې پاکستان په یوه کمزوري حالت کې واقع دی او بې له کویټې نور د پاکستان ټول هوايي ډګرونه یوازې ۱۵۰ مایله د هندي فوځ د توپخانې څخه لیري دي؛ نو ځکه پاکستان د هند سره د مبارزې او د خپل ځان د ساتلو لپاره غواړي افغانستان د خپل نیابتي فوځ د لارې تر خپل حاکمیت لاندې راولي، او دغي پالیسۍ ته ستراتيژيک انق وايي.
پاکستان د دغه ستراتیژيک پلان د عملي کولو لپاره یوه نیابتي ډله جوړه کړې، چې هغه طالبان دي او د دې نیابتي فوځ د ټولو ډلګو مشري د پاکستان د فوځ برحاله یا متقاعد افسران یا هم ای ایس ای افسران کوي، او دغې موضوع ته د امریکا د مونټانا پوهنتون د استخباراتو د علم پروفیسر په خپل کتاب د ای ایس ای ریاست کې اشاره کړې او زیاتوي چي ان د طالبانو په تیر حاکمیت کې د ملاعمر سکرتران هم د ای ایس ای مامورین وه، هغه زیاتوي د طالبانو د هرې ډلګي مشري د ایس ایس جي کمانډو ځواکونو کوله او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ای ایس ای دفترونه د طالبانو د استخبارانو په نوم فعاله وه.
هغه وايي د پاکستان د فوځ پښتنو افسرانو د طالبانو په شکل لویې ږیرې پرېښې وې او د طالبانو په شکل يې ځانونه جوړ کړي وه.
پاکستان د افغانستان د مستعمره کولو لپاره کلونه مخکې د ستراتيژیک عمق پالیسي جوړه کړه او د دغې ستراتیژي د پلي کولو لپاره يې تر ډیره پر ایډیالوژيکي تخریبکاري (Ideological subversion) پانګونه وکړه.
هغه هم کله چې د شوروي اتحاد د برید له امله میلیونونه افغانان پاکستان ته ګډوال شول، چې په دې سره د پاکستان کار ډیر ساده شو.
دغه د ایډیالوژیکه تخریبکاري ستراتیژي دوې برخې لري، یوه يې دیوبندیزم ایډیالوژي او بله هم د عدم تشدد.
ای ایس ای دیوبندیزم د پراخولو لپاره په پاکستان زرګونه مدرسې جوړې کړي، او رزګونه طالبان یې پکې وروزل.
د پاکستان دولت د دغه پلان تطبیق ای ایس ای ادارې ته وسپاره چې څلور برخې لري.
لومړی پړاو: د مورال کمزورې کول (Demoralization ): ای ایس ای د سړې جګړې په وخت کې د افغان کډوالو د ماشومانو د مغز مینځلو Indoctrination لپاره زرګونه مدرسې جوړې کړلې، دا چې دغه پروسه د پنځو څخه تر ۳۰ کلونو پورې موده کې بشپړیږي، نو ای ایس ای هم زرګونه افغان ماشومان د اسلامي زده کړو په نوم په خپلې جوړې شوې ایډیالوژۍ سمبال کړل او بیا پر افغانستان را مارش کړل څو د دوی د هدفونو د لاسته راوړلو لپاره و جنګیږي.
دوهم پړاو بې ثباتي (Destabilization ) : دغه نیابتي فوځ چې کله افغان دولت سره په جګړه کې ښکیل شو، په دې کار سره يې د افغان دولت د پرمختګ مخه ډب کړه، د افغان دولت بنسټونه يې کمزورې کړل او د دغه جګړې په پایله کې د افغانانو باور پر افغان دولت ختم شو چې خپله وظیفه چې د خلکو د امنیت تامین کمزوری شو او ددغه کار په پایله کې د افغانستان حالت درېيم پړاو ته داخل شو چې هغه د کړکیچ پړاو دی.
درېیم پړاو (Crisis ): ای ایس ای نه یوازې دا چې د طالبانو د لارې د افغان دولت سره مخامخ جګړه کوله، د افغان دولت په داخل کې یې هم خپل جاسوسان ګمارلي وه چې نظام د داخل څخه کمزوری کړي.
د دغه تکتیک په پایله کې د افغانستان دولت ونړېده او حالت څلورم پړاو ته چې د نورمال کېدو پړاو دی ننوتی.
څلورم پړاو (Normalization ) :په دې پړاو کې پر ټول افغانستان طالبان حاکم شول او په افغانستان کې یو نظم حاکم کړي او دغه حالت ته نورمال کېدو پړاو وايي، چې د دوښمن هیواد ټول بنسټونه له منځه یوړل شي او خپل قوت هلته حاکم کړل شي او خلک د دوی تر حاکمیت لاندې راشي.
په فکري تخریب کاري کې تر ټولو مهم کار دا دی چې د حقیقت مفهوم بدل کړل شي، د خپلې پروپاګندې د لارې ذهنونه داسې مغشوش کړي چې خلک اړ شي هغه څه د حقیقت په نوم ومني چې دغه حاکمه ډله يې ورته تعریفوي.
دوی د خپلې روانې جکړې د لارې فکرونه دومره ګډ وډ کړي چې پر راتلونکي امید دلاسه ورکوي او هغه ډله چې دوی يې دغه حالت ته رسولي وي هغه د خپل ځان د نجات پریښتې ګڼي.
په دغه پروسه کې د ژوند ټول ارزښتونه بې ارزښته کیږي او ټول وضاحت له منځه ځي او خلک نه پوهیږي چې دوی په کوم حالت کې دي او د حل لار څه ده.
وروسته حاکمه طبقه نوي ارزښتونه او نوي حقیقتونه تعریفوي څو خلک هغه ډول کردار غوره کړي چې دوی يې غواړي.
همداسې یو حالت په افغانستان کې حاکم شوی.
د خلکو د حقیقت مفهوم ورک شوی، افغان ملت په یوه ګنګس حالت کې واقع دی او نه پوهیږي چې دوست څوک دی او دوښمن څوک دی او موږ کومې خواته روان وي.
یو بل غفارخان ته اړتیا ده؟
د پاکستان دولت د افغانستان سره په تیرو درې څلوېښتو کلونو او په ځانکړې ډول په تېرې شل کلنې جګړې تر ډېره تمرکز په افغانستان کې د پښتنو افغان ملتپالو کړی وو، او اکثره پښتون ملتپال مشران او مبارزین يې له منځه یوړل، ځکه پاکستان پوهیږي چې که غواړي پر افغانستان حاکمیت وچلوي باید د پښتنو ملاتړ د ځان سره ولري او د پښتنو د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره د دوی پر ضد تر ټولو لوی خنډ پښتانه افغان ملتپالان دي، که یو ځل پښتانه افغان ملتپالان له منځه یو وړل شي، بیا په افغانستان کې د دوی حاکمیت بله کومه ډله نشي ننګولای او اسلام پالي؛ خو اکثره د دوی په ولکه کې دي او د هغوی په لاس افغانستان کې حاکمیت چلوي.
پاکستان په افغانستان کې تر ډېره د پښتنو افغان ملتپالو مشرانو په له منځه وړلو کې بریالی شو، پاکستان پوهیږي چې د پښتنو افغان ملتپالانو مشران يې له منځه یوړول؛ خو دلته ډېر نوی نسل پښتانه افغانان پاتې دي او د هغوی مدیریت کول هم اړین دي، او دا ویره موجوده ده. پاتې پښتون افغان ملتپال ځوانان چې اوس رهبري نه لري او اوس مشري له منځه تللې بیا سره منسجم نشي او د پاکستان په لاس د طالبانو حاکمیت به وننګوي او یا هم په بشپړ ډول به ټول طالبان پر شا کړي.
پاکستان غواړي دغه پښتانه افغان ځوانان دوی مدریت کړي او د دې ځوانانو له ذهنونو ملتپالنه لیري او د عدم تشدد په مفکوره يې سمبال کړي څو فعالیت يې د دوی حاکمیت چې په طالبانو يې پلې کوي ونشي ننګولای.
د افغانستان لپاره د پاکستان په ستراتيژيک انق په پالیسي کې له وخته د عدم تشدد ایډیالوژۍ ځای لاره او په پاکستان کې د پښتنو په مدیریت کولو کې او د افغان ملتپالنې په له منځه وړلو کې د خان عبدالغفار خان تر رهبري لاندې يې ښه پایله هم لرلې وه، نو دا پوښتنه د پاکستان په اردو کې موجوده وه چې کله افغانستان د دوی تر ولکې لاندې راشي، څنګه به دغه پالیسي افغانستان ته و لیږدوي.
دغه فرصت هم په پاکستان د پښتون تحفظ خوځښت (PTM) رامنځته کړ. دا چې پي ټي ام هم د خان عبدالغفار خان د خوځښت په څیر د پاکستان د استبدادي رژيم د ظلمونو په پایله کې په وجود راغلې، او د مشرانو هدف يې د خپلو خلکو د حقونو غوښتنه ده؛ خو دوی بیا هم د پاکستان د دولت په دام کې ګیر شول او هغه ایډیالوژي چې ای ایس ای کلونه دوی په مهار کړي وه، هغه يې د خپلې مبارزې تګلاره وټاکله چې همدا ای ایس ای غوښتل.
په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان فوځ په شمالي وزیریستان کې د ضرب عضب عملیات پیل کړل او د دې عملیاتو په پایله کي میلیونونه پښتانه کډوال او بې کوره سول، زرګونه ځوانان يې تری تم شول، ښارونه او کورونه يې وران شول، ښځې يې بې پته شوې او په پراخه بڼه ټول وژنه د پاکستان فوځ وکړه.
کله چې د دولتونو خلاف د پاڅونونو قضیه مطالعه کوو، روښانه کیږي چې اکثره پاڅونونه د اشغال او د دولت په لاس د ورته استبداد په پایله کې رامنځته کیږي، اصولاً باید د ضرب عضب د عملیاتو په پایله کې د وزیریستان او د پاکستان پښتنو د پاکستان د دولت خلاف وسلوال پاڅون کړی وای، په داسې حال کې چې نږدې ګاونډي هیواد کې د تروریزم خلاف جګړه هم روانه وه او د پاڅونونو لپاره ښه فرصت مساعد و، خو داسې و نه شول، چې د دغه خلکو په کرارولو او مدریت کولو اصلي رول دې پي ټي ام اجراء کړي.
د دې تر څنګه پي ټي ام د باچا خان تګلارې ته دوام ورکړ.
د پي ټي ام مبارزه د پاکستان د استعمار څخه د خلاصون په پار نه ده، بلکې لکه د نوم څخه چې ښکاري، دوي د پاکستان تر حاکمیت لاندې د پښتنو لپاره حقونه غواړي، یعنې یو پښتون باید هم د یو پاکستاني تبعه په صفت حقونه ولري لکه یو پنجابی چې يې لري. دا خپله پر افغان خاوره د پاکستان استعمار ته مشروعیت بخښل دي. او د افغانانو څخه پاکستانیان جوړول دي.
نو کله چې پي ټي ام د پاکستان د دولت څخه حقونه غواړي، دا په دې مانا چې پاکستان باید هغه قانون چيې قبایلي سیمي باید د قبایلو لخوا څخه اداره شي، هغه لغوه کول دي او دا سیمي هم د پاکستان د قانون تر حاکمیت لاندي راوستل دي، څو پاکستان دلته د مشروع قوي استعمال ته حق ورکول شي او قبایلو ته هم د پاکستاني اتباعو په صفت د پاکستان په نظام کې حق ورکول شي. دا خپله د پاکستان سره د یو نوي ټولنیز قرارداد د لاسلیک کولو مانا لري، او دغه عمل د افغانستان خاوره پاکستان ته د بخښلو مانا لري.
له کومه وخته چې ای ایس ای د طالبانو په لاس افغانستان اشغال کړی، د افغانستان پښتانه افغان ملتپال ځوانان پر پي ټي ام را ټول شوي او د هغوی اجنډا ور سره بدرګه کوي، او ورو ورو پاکستان د افغانانو مدریت هم په غیر مستقیم ډول خپل په لاس کي اخلي.
ما مخکي یادونه وکړه چې استخباراتي ادارې ډیر فعالیت پر ایډیالوژيکي تخریبکارۍ دی. په دې ستراتيژۍ کې د یو خوځښت مثبت او منفی اړخونه محاسبه کیږي، که د زیان په نسبت ګټه ډېره وه، د هغه فعالیت پراخېدو ته زمینه برابروي، کله چې پي ټي ام ته ګورو داسې ښکاري چې پاکستان غوښتل چې دا خوځښت باید پراخ شي او د باچا خان په رقم یو بل رهبر باید راپورته شي چې نه یوازې په پاکستان کې پښتانه په مدیریت کړي، بلکې د افغانستان پښتانه افغان ملتپال ځوانان هم پرې راټول شي، نو ځکه يې د منظور پښتین غټېدو ته امکانات برابر کړل.
زما د دغې ادعا د اثبات لپاره یو بل دلیل دا دی چې د پاکستان دولت یو ولسواک دولت نه دی چې هلته اتباع سیاسي او مدني حقونه لري، او د پاکستان د دولت ستراتيژي د مخالفینو پر ضد روښانه ده، هغه ټول مخالف قوتونه او اشخاص ډیر ژر له منځه وړي، په ناسم دوښمن، ای ایس ای ریاست او د ای ایس ای ریاست کتابونو کې يې ډېرې نمونې موجودي دي، ان نه یوازي دا چې ای ایس ای دا توانايي لري چې په داخل کې مخالفین له منځه یوسي، بهر د هیواد هم خپل مخالفین ژوندي نه پرېږدي لکه په افغانستان کې جنرال رازق یا ولسمشر ډاکتر نجیب الله او یا په لوېدیځ کې د بلوڅو فعاله کریمه بلوچ.
که رښتیا هم ای ایس ای پي ټي ام او منظور پښتین د ځان لپاره خطر بللی او یا هم د پي ټي ام فعالیت د پاکستان دولت ته خطر متوجع کړي په لږ وخت کې يې له منځه وړي، خو داسې ښکاري پاکستان د دغه حرکت په وجود او فعالیت کې ګټه ویني.
یوه بله موضوع چې دلته یادول اړین دي، هغه دا ده چې پاکستان په پاکستان کې هم پر اسلامی تندلاري یا دیوبندیزم ایډیالوژۍ باندې ډیره پانګونه کړې او تر ډیره دغه پانګونه د افغانستان لپاره وه، دا چې اوس افغانستان د پاکستان لاس ته لوېدلی، نو د پاکستان دولت غواړي دغه د تندلارۍ مرکزونه افغانستان ته را ولیږدوي او په پاکستان کې پاتې تندلاري چې ممکن د پاکستان پر خلاف عکس العمل وکړي، د هغوی د کنترول او د دې اډیالوژي د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید د عدم تشدد فکر نور د پاکستان په هغه پښتنو کې عام شي چې دا وېره ور څخه شته چې د نظام خلاف را پورته شي، دغې موضوع ته یو پاکستاني لیکوال ډاکتر فاروق صلحریه هم د بلک هول نومي پاکستاني پروګرام کې یادونه کړې.
نو ځکه زما په نظر د پي ټي ام فعالیت او د پي ټي ام سازمان د افغانانو ورتګ د افغانستان لپاره په اوږده مهال کې ستر زیانونه را پورته کوي، ځکه دغه مبارزه خلکو ته فکري زولنې ور اچوي، د خپلواکۍ احساسات ساړه کوي او ورو ورو خلک دې ته اړ کوي چې حاکمیت ومني، د ټولنیزو حرکتونو تیوري وايي هغه ټولنیز حرکت بریالی کیږي چې نارضایتي نوره هم ډیره کړي نه دا چې هغه را کمه کړي او د پي ټي ام فعالیت نارضایت د وخت په تیرېدو سره را کموي.
یوه بله مهمه خبره چې غواړم لنډه یادونه ورته وکړم، چې د عدم تشدد مبارزه اصلاً د خپلواکۍ لپاره نه کیږي، بلکې هغه د یو دولت په پالیسیو او ساختار کې د تغیر را وستلو لپاره کیږي، لکه نیلسن مندیلا چې غوښتل يې په جنوبي افریقا کې اپارتایت ساختار تغیر کړي، د ګاندي عدم تشدد مبارزه په لومړي سر کې د خپلواکۍ په نیت نه وه بلکې د انګریزانو د ساختار بدلول و چې وروسته جواهر لال نهرو دغه پالیسي پوره خپلواکۍ ته بدله کړه، همداسې کله چې د پي ټي ام منشور وايي هغوی د پاکستانه جلاکېدل او د افغانستان سره یو ځای کیدل نه غواړي بلکې د پاکستان په نظام کې ځانته حقونه غواړي.
زه دا نه وایم چې د پي ټي ام مشر د ای ایس ای جاسوس دی، زه وایم دغه تګلاره د ای ایس ای لخوا منحرفه شوې او د پی ټي ام فعالیت په غیر شعوري ډول د پاکستان په ګټه تمامیږي او که افغانان د دغه حرکت سره ملګري کیږي او دغه فکر افغانستان ته را انتقال کړي دا به افغانستان په دایمي توګه د پاکستان تر حاکمیت لاندي راولي.
ولې وايو چې پاکستان افغانستان مستعمره کړی؟
د افغانستان جیو ستراتيژيک او جیو پولیټیک موقعیت :
د امریکا د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار او د ستراتيژيکو مطالعاتو یو متخصص ژبینو برژینسکي په خپل کتاب د شطرنج ستره تخته نومي کتاب کې لیکلي چې په ۲۱مه پیړۍ کې به د سترو قدرونو لپاره د ستراتيژیکو لوبو مرکز لوی بالکان وي او زیاتوي چې افغانستان د لوی بالکان تر ټولو مهمه برخه ده او وايي چې تر ډیره به د سترو قدرونو لوبې پر همدې سیمي متمرکزې وي.
د نوموړي دا خبرې روښانه کوي چې افغانستان به بیا هم د ۱۹مې او شلمې پيړۍ په څېر په جیو ستراتيژیک او جیو پولتیکه توګه د سترو قدرونو لپاره مهم وي.
په ۱۹مه پيړۍ کې هم افغانستان د زړې ستريې لوبې (Old Great Game) مرکز وو، تزاري روسیه او لویې برطانیي په افغانستان کې سیالي کوله، امریکايي ستراتيژيست الفریډ ټیلور ماهان هغه وخت کې یو نظریه وړاندې کړه او وې وېل چې هر قدرت چې پر سمندرونو ولکه ولري، هغه قدرت به پر ټولې نړۍ تسلط ولري، په ۱۹مه پيړۍ کې لویه برطانیا یوازني قدرت وو چې پر سمندرونو يې ولکه لرله.
تزاري روسيي هم غوښتل د افغانستان د لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي څو د برطانیې سره رقابت وکړای شي او افغانستان د دغه هدف لپاره تر ټولو مهمه جیو ستراتیژیکه سیمه وه او برطانیا هم پوهېدله ځکه يې روسانو ته د افغانستان څخه د تیرېدو اجازه نه ورکوله یعنې د دې دوو سترو قدرتونو ترمنځ د رقابت میدان افغانستان وو.
په ۱۹۰۴م کال کې یو برتیانوي جغرافیه لیکونکي او ستراتیژیست هالفورډ میکندر په نړیوال سیاست کې د جیو پولیټیکس ارزښت د خپلې تیوري هارټ لڼد د لاري یو ځل بیا را برسیره کړ. ښاغلي میکندر په دې تیسیس کې چې عنوان یې د تاریخ جغرافیایي محور وو، زیاته کړه چې په صنعتي دور کې د منځنۍ اسیا طبیعي زیرمې دومره ډیرې او جیو ستراتیژیک ارزښت پیدا کوي، چې هر قدرت یې ترلاسه کړي په یوه نړیوال قدرت به بدل شي او ټوله نړۍ به یې تر تسلط لاندي راشي
چې د همدې نظريې پر بنسټ جور اف کنان د شوروي اتحاد مهار کولو Containment نظر وړاندې کړ، ځکه د دوهمي نړیوالې جګړې وروسته شوروي اتحاد پر هارټ لنډ حاکم شو، او د شوروي د مهار کولو لومړی د کمربند یوه کړۍ افغانستان هم وو، او کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، دغه کمربند مات شو او افغانستان د شوروي او امریکا تر منځ د رقابت په میدان بدل شو.
همدا ډول اوس په ۲۱مه پيړۍ کې هم افغانستان په جیوستراتیژیک ډول ځانګړی اهمیت لري او د چین د ورېښمو لار پروژه د افغانستان څخه تیریږي او لکه برژينسکي چې هم وايي افغانستان د سترو قدرتونو لپاره جیو ستراتيژیک ارزښت لري.
خو که په افغانستان کې یو خپلواک دولت وي او افغانستان یو فعاله ډیپلوماټیکه دستګاه ولري لکه د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال، کولای شو چې د افغانستان د سترو قدرتونو د سیالۍ څخه همکارۍ ته بدل کړو، خو ستر قدرتونه به خامخا د خپلو ګټو لپاره دې سیمې ته راځي. دا په دې مانا نه ده چې لوي قدرتونه دې افغانستان مستعمره کړي او یا دې د افغان دولتونو اړیکې د سترو قدرتونو سره هم د غلامۍ مانا ولري بلکې هدف دا خبره درک کول دي چې لوی قدرتونه دلته یو لړ منافع لري چې هغه په سوله ایز ډول هم تر لاسه کولای شي.
دوهم بحث د افغانستان کورنۍ معضله ده :
ایا په افغانستان کې رښتیا هم یوه کورنۍ شخړه وجود لري، زما په فکر نه. زه په دې نظر یم چې د افغانستان شخړه تر ډیره بهرنۍ او په خاص ډول د پاکستان سره د ستونزې له امله ده، په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان کې قومي، ژبني، سمتي او مذهبي فکرونه وجود لري، خو دغه ستونزې اصلاً د جګړې له امله دي چې اصلي لوری يې د پاکستان دولت دی. که په افغانستان کې سوله راشي او یو مسؤل دولت رامنځته شي دغه ستونزې په ډیر کم وخت کې حل کیږي او د دې ستونزو له امله د افغانستان نظامونه نه نړیږي او نه په تیر ۴۳ کلنې جګړې، کومې ډلې چې د افغان دولت خلاف او د دې موخو لپاره یې وسله پورته کړې، د سردار داود خان جمهوریت څخه تر اوسه پورې ټولې ډلې چې د افغانستان د دولت خلاف يې وسله پورته کړې د پاکستان څخه راغلي. نو ځکه ویلی شو چې یادې ستونزې اصلاً د افغانستان د جګړې اساسي لاملونه نه دي.
درېیم د پاکستان سره شخړه :
لکه زما د دې مقالې ټولې برخې چې يې بیانوي، اصلاً د دې ۴۶ کالو د جګړې اصلي لوری پاکستان دی، ځکه پاکستان په څو دلیلونو سره غواړي افغانستان د دوي تر حاکمیت لاندې و اوسي چې د دې یادونه هم په مختلفو کتابونو لکه د کرسټین فیر په کتاب جګړه کې تر اخیره او په نورو کې هم یادونه شوې .
لومړی دلیل د افغانستان جیوستراتيژیک او جیو اکانومیک موقیعت دی:
د افغانستان د سترو قدرتونو لپاره ډیر ارزښت لري او همیش ستر قدرتونه دلته یو لړ منافع لري او که په افغانستان کې یو خپلواک دولت رامنځته شي کولای شي دلته د غټو قدرتونو منافع په خپله ګټه وکاروي او د دې تر څنګ افغانستان جیو اکانومیک موقعیت افغانستان د اسیا په اقتصادي څلور لارې بدلوي او پاکستان نه غواړي چې د دوو رقیبو قوي هیوادونو ترمنځ ګیر پاتې شي.
دوهم د افغانستان طبیعي والي:
افغانستان یو طبیعي هیواد او ملت دی او پاکستان یو مصنوعي هیواد دی او د یوې کمپنۍ لخوا چې مخکې ما په تفصیل سره بیان کړې اداره کیږي، د افغان ملت یوه برخه او خاوره د پاکستان لخوا اشغال شوې او هغه خلک اوس هم کلتوري، فکري، معنوي او سیاسي اړیکې د افغانستان سره پالي او د افغانستان کلتور او سیاسی فکر هغه خلکو ته الهام ورکوي چې دغه عمل د وخت په تیرېدو سره هغه خلک د پاکستان پر ضد را پاروي او د خپل هیواد سره د یو ځای کېدو حس ورکوي او د هغوي معنوي غوښتنې پاکستان نشي رفع کولای.
درېیم دلیل پوځي دی:
پاکستان فکر کوي که افغانستان کې قوي دولت رامنځته شي ممکن د پاکستان سره بیا د بنګله دیش تجربه تکرار شي او بلوچستان او پښتونخوا ور څخه جلا کړي، بله خبره د پاکستان جغرافيایي موقعیت دی بې له بلوجستان هوايي ډګر، نور ټول د پاکستان هوايي ډګرونه د هندي پوځ د توپخانې څخه ۱۵۰ مایله لیري دي، همدارنګه هندي پوځ کولای شي په څو ساعتونو کې د پاکستان نیمه خاورو ونیسي، او پاکستان د متقابل برید لپاره یو ځای ته اړتیا لري او هغه افغانستان دی که افغانستان نه وي پاکستان به په څو ساعتونو کې له منځه یو وړل شي او دا وخت به و نه لري چې اټومي وسلې وکاروي او که ييې کاروي هغه به هم په خپله خاوره کې کاروي.
پایله
پاکستان افغانان مطالعه کړي او پوهیږي چې افغانستان د خپل پوځ په لاس نشي اشغالولای، نو ځکه يې د هغه لپاره د سړې جګړې له وخته یو شمیر افغانان په خپلو مدرسو کې وروزل او یو نیابتي فوځ يې جوړ کړی، او د دیوبندیزم په مفکوره يې سمبال کړل او بیا يې دا خلک د طالبانو تر نامه لاندې سره راټول کړل چې مشري یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پښتانه افسران کوي.
ډیری افغانان چې کله طالبان ګوري وايي چې موږ د طالبانو په لیکو کې پنجابي سرتیري نه ګورو. دوی سم وايي د طالبانو په لیکو کې پنجابی سرتیری نشته، ځکه اړتیا ورته نشته، اصلاً دا فکر غلط دی چې د پاکستان دولت د پنجابیانو دی او یوازې د پاکستان پوځ پنجابیان دي، بلکې د پاکستان په پوځ کې ۴۰ سلنه سرتیري او افسران پښتانه دي او د افغانستان اشغالولو کې اصلي طراحان هم د پاکستان د پوځ پښتانه افسران دي.
بله خبره چې ډیره مهمه ده هغه دا ده چې دوي په سمبولیک ډول د طالبانو مشري داسې کسانو ته سپارلې چي هغوی ناپوه او وروسته پاتې فکر لرونکي دي خو په اصل کې هغه کسان یوازې سمبولیک دي.
اصلي حاکمیت د پاکستان د پوځ او د ای ایس ای افسران کوي، دا خلک يې ځکه را مخته کړي چې هم افغانان او هم نړۍ پرې تیر باسي، ځکه پاکستان غواړي افغانستان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز لحاظ فلج کړي څو دایمي په پاکستان پورې متکي شي. که دوي پوه او مسکلی کسان رامخته کړي نړۍ او افغانان د پرمختګ غوښتنه بیا کوي، نو ځکه د تخریب لپاره يې همداسې کسان رامخته کړي چې سیاسي شعور و نه لري، کار د پاکستان فوځ کوي او لاسونه په دوی پاکوي.
په پای کې ویلی شو چې افغانستان د یو ډېر پیچلي پلان له مخې اشغال شوی او په افغانستان او نړۍ کې حالات داسې سازماندهي کړي چې اکثره خلک دغه اشغال ته روښانه تعریف و نشي موندلای، خو حقیقت دا دی چې افغانستان د پاکستان تر استعمار لاندې دی.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.