د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجهبندۍ کې دوه افغان لوبغاړي د ۲۰۲۵ کال د پنځوس اوریزو لوبو غوره الرونډرانو په نوملړ کې تر نورو مخکښ دي.
په دې درجه بندي کې عظمت الله عمرزی له ۲۹۶ نمرو سره لومړی او محمد نبي له ۲۹۲ نمرو سره دویم ځای خپل کړی دی.
په نوملړ کې سکندر رضا، مهدی حسن میراز، مایکل براسوېل، مېچل سنټنر، راشد خان، ګلېن مکسوېل او روېنډرا جډېجا هم شامل دي.