د کرېکټ انفو وېبپاڼې د افغانستان ملي لوبغاړی راشد خان د شل اوریزو سیالیو د تېرو ۲۵ کالونو د ۲۵غوره لوبغاړو له منځه لومړی درجه لوبغاړی اعلان کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، راشد خان تر اوسه په ۳۶۶ شل اوریزو لوبو کې ۴۷۳ وېکټې اخیستي.
یادې ویبپاڼې ویلي، چې ددغه لوبو پرمهال راشد خان ۳۴ ځله د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی او په بېلابېلو لیګونو کې یې ۷ ځله د خپل ټیم سره اتلولي ګټلې ده.