لیکوال: احمد شاه انګار
زما تیوري
په بدلېدونکي نړیوال نظم کې د افغانستان جیو ستراتيژیک موقعیت ته په کتو افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ د جکړې او رقابت ډګر وي.
دغه لاندې څلور دلایل کولای شي چې دغه پورته تیوري په اثبات ورسوي.
لومړی: د افغانستان جیو ستراتيژیک موقیعت
دوهم: بدلیدونکي نړیوال نظم
درېيم: د چین د کمربند او سړک belt and road ستراتيژیکه پروژه
څلورم: کنترول اختشاش Control Chaos ستراتيژي
زما دغه تیوري د نیو ریالیزم د دې تیوري پر بنسټ تعریف شوې چې ادعا لري د چین پرمختګ به سولهییز نه وي او چین به په نړیوال نظم کې د امریکا واکمني وننګوي او په یوه سیمهییز برلاسي واک بدلیږي او په نتیجه کې به د چین او امریکا ترمنځ نیابتي جګړې د سړې جګړې په ډول زیاتې شي.
مخکې له دې چې د مقالې اصلي موضوع ته داخل شم لازمه بولم چې د دغه مقالې علمي ترمینالوژي تشریح کړم.
دا چې علمي برخه کې ټولې تیوریکي څېړنې په یوې ځانکړې فرضيې پورې متکي وي، لکه هسته شناسيontology (د وجودیت تیوري: چې وايي نړۍ له څه شي څخه جوړه ده؟ موږ کم شیان مطالعه کوو؟)، معرفت شناسي epistemology(د علم تیوري: موږ څنګه د نړۍ په اړه دغې پوهې ته ورسېدو؟) او میتودولوژي Methodology) د میتود یا طریقې تیوري: د کمو لارو څخه په ګټې اخیستو موږ دغه شواهد او معلومات پیدا کړي دي؟) د هغه تر څنګ د مقالې میتود مې په پورته تیوري کې بیان کړی چې په بدلېدونکي نړیوال نظم کې د افغانستان جیو ستراتيژیک موقعیت ته په کتو افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ د جکړې او رقابت ډګر وي.
دا چې د دې مقالې اصلي موضوع د نړیوالو اړیکو اړوند ده؛ نو ما هم په خپله څېړنه کې د positivism د علمي طریقې approach څخه کار اخیستی چې وايي حقیقت یوازې د لیدو یا حس وړ معلوماتو پر بنسټ موندلای شو او په نړیوالو اړیکو کې په تیوریکي څېړنو کې تر ډېره بریده د همدې طریقې څخه ګټه پورته کیږي.
یو بله خبره چې دلته يې یادونه اړینه ده هغه دا ده چې موږ دلته په راتلونکي حالت بحث کوو او هغه حالت پېښ شوی نه دی؛ نو موږ د راتلونکو پېښو د څېړلو لپاره باید پر تیوري تکیه وکړو او د شته شواهدو، پالیسیانو او پلانونو په مطالعه کولو سره د راتلونکي سیاستونو وړاندوینه وکړو او د تېرو ورته پېښو په مطالعه کولو سره چې ورته پایلې يې لرلې نتیجه تر لاسه کړو.
لومړی: د افغانستان جیو ستراتيژیک موقیعت
جیوستراتيژيک موقیعت هغه جغرافيايي ځای ته ویل کیږي چې کولای شي په هغه سیمه کې سیاسي، اقتصادي او نظامي راکړه ورکړه متاثره کړي.
د افغانستان جیو ستراتيژيک موقیعت په نړیوال جیو پولیټیک سیسټم کې یو له هغه ځایونو څخه دی چې ډېر وخت د سترو قدرونو تر منځ د ټکر ځای وي او همیشه د سترو قدرتونو په دې کې ګټه وي چې دلته یو د بل سره رقابت وکړي.
افغانستان ځکه په ستراتيژیک ډول مهم دی چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د پله حیثیت لري.
ورسره سم ختیځه اسیا د منځني ختیځ سره نښلوي او اروپا ته د ختیځې اسیا او جنوبي اسیا دروازه هم ده، یعنې په دې سیمه کې د یوې څلور لارې بڼه لري او له همدې امله پر سوداګرۍ، د انرژۍ پر ترانزیټ، نړیواله او سیمهییزه سیاسي راکړه ورکړه اغیز لري.
د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان جیو ستراتيژيک موقعیت د دې لامل شوی چې مختلفو امپراتوریانو او ملتونو د لويې بریتانیا او شوري اتحاد په شمول غوښتل چې پر دې سیمې جیو پولیټیک نفوذ ولري.
دا چې افغانستان د خپل موقیعت پر اساس د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو کلتورونو او سوداګریزې راکړې ورکړې د هماهنګۍ مرکز وو او امنیت يې د دې لامل شوی وو چې د ورېښمو د لارې په ډول د نړۍ او سیمې د تړلو اساسي ځای وو او ټولې سیمې ته يې ښيګڼه راوړې وه، په دې ځای کې ناامني هم کولای شي چې دغه ټوله سیمه بې ثباته کړي او د دې سیمې د پرمختګ به مخنیوي کې ګټور تمامیږي. دا چې څنګه په دغه څو دلایلو د امریکا پخوانی د ملي امنیت سلاکار او سیاست پوه ژبیګنیو برژنسکي په خپلو دوو کتابونو grand chess board او strategic vision کې وايي چې افغانستان به بیا هم په ۲۱مه پيړۍ کې د سترو قدرتونو د ستراتيژيکو لوبو یو مهم مرکز وي او افغانستان د لوی بالکان برخه ګڼي، هغه وايي په نړۍ کې تر ټولو ډېرې هایدرو کاربوني زیرمې په منځنۍ اسیا کې دي او دې هیوادونو ته د داخلېدو دروازه افغانستان دی.
د امریکا یو بل سیاست پوه او د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر په خپل کتاب نړیوال نظم کې وايي چې په ۱۹مه پيړۍ کې هم افغانستان د تزاري روسيې او لويې بریتانیا ترمنځ د تصادم نقطه وه، دواړو امپراتوریو په همدې سیمه کې د یو بل د پرمختګ مخنیوی کاوه، تزاري روسيې غوښتل د دغه لارې څخه ځان ګرمو اوبو ته ورسوي څو د هغه لارې پر جنوبي اسیا هم راج وکړي او خپل ستراتیژيک رقیب ته صدمه ورسوي او بریتانیا هم غوښتل چې په همدې مهمې نقطې کې د تزاري روسيې مخنیوی وکړي، چې پایله کې د جرمني قوي کېدو له امله روسیه او بریتانیا اړ شول چې یو د بل سره تفاهم وکړي او افغانستان د یو هایل سیمې په صفت ومني.
په ۲۰مه پيړۍ کې هم افغانستان د امریکا او شوروي ترمنځ د ټکر مرکز وو، افغانستان د امریکا د Containment پالیسۍ کې مهم ځای لاره، افغانستان د هغه ځنځیر مهمه برخه وه چې امریکا پر شوروي اتحاد را تاو کړي وو او کله چې شوروي اتحاد دغه برخه ماته کړه، افغانستان د امریکا او شوروي اتحاد د نیابتي جګړې په ډګر بد شو.
له دې سره سره د ټیم مارشال Prisoners of Geography او د رابرټ کاپلانRevenge of Geography کتابونو کې راغلي چې د افغانستان جیوپولیټیک او جیو ستراتژيک موقعیت د دې لامل شوی چې ستر قدرتونه یو د بل سره رقابت لپاره دې سیمي ته راځي څو یا پر دې سیمه کنترول ولري یا هم خپل رقیب ووهي.
دوهم: بدلیدونکی نړیوال نظم*
کله چې په نړیوال نظم کې تغیر راځي، دغه حالت د جګړو پر ډېرېدو ژور اغیز لري. مختلف فکټورونه دي چې پر دغه بدلونونو اغیز اچوي، پر شخړو د دې فکټورنو مطالعه کول اړین دي.
امریکايي پروفیسور جان میر شایمر وايي چې د ۲۰۱۷ کال را وروسته نړیوال نظم تغیر موندلی او نړۍ د یو قطبي نظم څخه څو قطبي نظم ته بدله شوې ده.
د ریالیزم تیوري ادعا لري چې تر ټولو باثباته نړیوال نظم متعادل دوه قطبي نظام دی، چې په هغه کې دوه ستر قدرونونه موجود وي لکه د سړې جګړې په وخت کې شوروي اتحاد او امریکا، دلیل دا وړاندې کوي چې دغه دواړه قدرتونه یو د بل سره توازن د قواوو را منځته کوي او په نتیجه کې په اسانۍ سره د یو بل حرکتونه ښه څارلای شي او د غلطو محاسبو مخنیوی کیږي.
دا خبره د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین هم تائیدوي، هغه وايي چې په نړیوال نظم کې تر ټولو مهم دوه اصله دي، یو ثبات او بل وړاندوینه، هغه وايي کله چې وړاندوینه نه وي، ستر قدرتونه یو د بل حرکتونه نشي درک کولای او د دې کار په پایله کې جګړه رامنځته کیږي.
ښاغلی میرشامیر وايي چې د سړې جګړې د ختمېدو سره نړیوال نظم له دوه قطبي څخه یو قطبي ته تغیر وکړ او د امریکا متحده ایالات د ټولو سترقدرونو په راس کې وو او په نړۍ کې یوازې همدا یو برلاسی یا سیمهییز هجمون قدرت موجود وو؛ خو د ۲۰۱۷ کال را وروسته نړیوال نظم په څو قطبي غیر متعادل نظام بدل شوی او اوس مهال په نړۍ کې څو قدرتونه موجود دي چې دغه درې هیوادونه لکه امریکا، چین او روسیه تر ټولو قوي دي، په ځانکړې ډول امریکا او چین، هغه زیاتوي چې دغه حالت په نړیوال نظم کې تر ټولو خطر ناکه حالت دی، ځکه هر قوت د ځان د بقا په خاطر د بل سره سیالي کوي او یو د بل حرکتونه نشي محاسبه کولای ځکه د دوه قطبي نظام په ډول د تعامل لپاره توافقات وجود نه لري لکه د سړې جګړې په وخت کې چې د شوروي او امریکا ترمنځ وه، د مثال په ډول د ستراتژیکو وسلو د محدودیت تړونونه، او دغه مهم حالت د سترو قدرتونو ترمنځ د امنیت معما را منځته کوي او جګړې ډیریږي.
دا چې د دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو سره چې په نړیواله کچه د سولې او ثبات لپاره کار کوي او تر څنګ يې د اټومي وسلو را پیدا کېدو د سترو قدرتونو تر منځ مخامخ جګړه ناممکنه کړې او د سړې جګړې د وخت نظامي دوکتورین چې په یقین سره د متقابل تخریب mutual assured destruction (MAD) په نامه یادیږي، اوس هم فعاله دی؛ نو ستر قدرتونه یو د بل سره مخامخ جګړه نه کوي او تر تر ډېره د نیابتي جګړو له لارې خپل رقیبان وهي او دغه ستراتيژي ته د دوښمن د وینې بهیدنې blood letting ستراتيژي ویل کیږي چې دوښمن پښه یو داسې هیواد ته را کش کړه چې هغه په یوه اوږدمهاله جګړه کې ګیر شي او هلته درنه مرګ ژوبله واوړي او د هغه له وجې هلته ماته وخوري، لکه د سړې جګړې په وخت کې شوروي اتحاد ویتنام کې همدا ستراتيژي د امریکا پر خلاف وکاروله او امریکا د شوروي خلاف په افغانستان کې وکاروله؛ نو کله چې موږ د چین پر ضد د امریکا بهرنۍ ستراتیژي ته ګورو افغانستان یو له هغه سیمو څخه دی چې ممکن امریکا يې د چین پر ضد د نیابتي جګړې لپاره وکاروي او د افغانستان اوسني حالت په کتو داسې برېښي چې افغانستان د کنترول اختشاش په مرکز بدلیدونکي دی.
درېيم: د چین د کمربند او سړک belt and road ستراتيژیکه پروژه
دغه پروژه په ۲۰۱۳ کال کې د چین ولسمشر شيجینګ پینګ اعلان کړه، دا پروژه یوه ستره اقتصادي او زیربنايي پروژه ده چې د ځمکې او اوبو له لارې اسیا، اروپا، افریقا او جنوبي امریکا د چین سره نښلوي.
دا پروژه څو برخې لري چې دوه برخې يې ډېرې مهمې دي، د ځمکني سړک او دوهم د سمندر له لارې.
لومړی: د ورېښمو د لارې اقتصادي کمربند
چین غواړي د منځنۍ اسیا له لارې د مختلفو زیربناوو لکه پلونه، سړکونه او د ریل پټلیو په وسیله اروپا او منځنۍ اسیا د چین سره ونښلوي څو د همدې لارې اقتصادي راکړه ورکړه اسانه کړي او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکړي.
د دغه فکر تاریخي او تیوریکي شالید
په ۱۹۰۴ میلادي کال کې یو بريټانوي جغرافیه لیکونکي او ستراتيژيست هالفورډ میکندر په نړیوال سیاست کې د جیو پولیټیکس ارزښت د خپلې تیوري هارټ لڼد له لارې را برسیره کړ. ښاغلي میکندر په دې تېزس کې چې عنوان يې د تاریخ جغرافیايي محور وو، زیاته کړه چې په صنعتي دور کې د منځنۍ اسیا طبیعي زیرمې دومره ډېرې او جیو ستراتيژيک ارزښت پیدا کوي، چې هر قدرت يې تر لاسه کړي په یوه نړیوال قدرت به بدل شي او ټوله نړۍ به يې تر تسلط لاندې راشي.
د میکندر د تیوري پر بنسټ هارټ لنډ تر ټولو ارزښت لرونکی جغرافیايي موقیعت دی، چې د نړۍ په زړه کې واقع دی، هغه زیاتوي چې د نړۍ زړه ایرو اسیا ده.
دی وايي هر قدرت چې هارټ لنډ تر خپل کنترول لاندې راولي، هغه پراخ اقتصادي او سیاسي امکانات تر لاسه کوي، چې د دې له امله د نړۍ جزایر تر خپل کنترول لاندې راولي او ورسره به ټوله نړۍ تر خپل کنترول لاندې راولي.
د دې تیوري پر بنسټ هارټ لنډ د دوو هلالونو لخوا محاصره شوې ده، یو يې داخلي هلال چې اروپا ،سویلي اروپا او د سویل لودېځه اروپا ټول بندرونه او ختیځه اسیا چې پکې د ترکیې، ایران، افغانستان او چین سیمي شاملې دي.
دوهم هلال چې بهرنی هلال دی، په دې هلال کې بریتانیا، فرانسه، افریقا، هندوستان او اسیا هیوادونه تر چاپان پورې سیمي رانغاړي.
نوموړي باور درلود چې په تاریخي لحاظ هم هارټ لند همېشه د قدرت د تر لاسه کولو مرکز وو.
دغه تیوري وايي چې همېشه پر دغه داخلي هلال باندې رقابت روان دی، تر څو هیڅ قدرت بل پرې نه ږدي، چې دغه هلال تر خپل کنترول لاندې راولي، ځکه د قدرت مرکز همدا سیمه ده.
هغه وايي چې ختیځه اروپا د هارټ لند د تر لاسه کولو کیلي ده چې د روسيې د سایبریا څخه پیلیږي او تر ختیځ جرمني پورې را رسیږي.
میکندر خپله تیوري په دغه ډول خلاصه کوي.
هر قدرت چې ختیځه اروپا تر خپل کنترول لاندې راولي هغه هارټ تر خپل واک لاندې راولي.
هر قدرت چې هارټ لنډ تر خپل واک لاندې راوستی هغه د نړۍ پر جزایرو باندې واک چلوي.
هر قدرت چې د نړۍ جزایر تر خپل واک لاندې راوستل هغه پر ټولې نړۍ واک چلوي.
د چین د ورېښمو له لارې د ځمکې سړک په اصل کې یوه ستراتيژيکه پروژه ده چې اروپا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ هیوادونه په اقتصادي لحاظ د چین سره وتړي، چې ورسره سم به د هارټ لنډ سیمه ټول د چین سره وتړل شي، په دې سره دا ټوله سیمه په اقتصادي او سیاسي ډول د چین تر نفوذ لاندې راشي، کله چې دا هیوادونه د سوداګرۍ د لارې د چین سره وتړل شوه، چین کولای شي د اقتصادي نفوذ څخه په ګټې اخیستو دا هیوادونه اړ کړي چې خپل سیاستونه داسې عیار کړي چې د چین منافع تامین کړي او کله چې په نړیوالو رژیمونو کې چین خپل په ګټه تغیر راولي دا هیوادونه به يې ملاتړ کوي، لکه امریکا چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته کوم نظم او رژیمونه په نړیواله کچه جوړ کړل لکه د پيسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو سازمان، هغه هیوادونه چې په سیاسي او اقتصادي توګه د امریکا سره تړلي دي، هغوی د امریکا په هره پرېکړه کې ملګرتیا کوي.
دوهم: سمندرونو د لارې اقتصادي کمبربند
په دغه لار کې چین غواړي ختیځه اسیا، جنوبي اسیا، افریقا او جنوبي امریکا د سمندر د لارې د چین سره وتړي، په دې برخه کې ستر سمندري بندرونه جوړوي، چین غواړي په سمندر کې په ټولو ستراتيژيکو ځایونو کې بندرونه جوړ کړي، څو د هغه لارې ټوله اقتصادي راکړه ورکړه او سوداګري د چین سره وتړي.
د سمندرونو د قوت تیوري
په ۱۹ پيړۍ کې یو امریکايي ستراتيژيست الفرید ماهان یوه تیوري وړاندې کړه، هغه ویلي وه چې سمندري قوت کولای شي یو هیواد په نړیوال قدرت بدل کړي، د هغه په نظر د سمندر مهمې لارې تر خپل کنترول لاندې راوستل کولای شي چې یوه نړۍ په ستر قوت بدله کړي، هغه وايي چې سمندري قوت کولای شي د یو هیواد په ټیکاو او نړیواله برتري کې اساسي رول ولوبوي.
ماهان وايي چې د ستر قدرت قابلیتونه مستقیم د سمندر سره تړلي دي. د ماهان په وینا سمندري قوت باید په مهمو ستراتيژيکو ځایونو کې سمندري اډې جوړې کړي څو بیا د همدې لارې د نړۍ اقتصادي او پوځي راکړه ورکړه کنټرول کړي او هلته خپل سمندري پوځي وسایل هم ترمیم او جوړ کړي.
د چین ستراتيژيستانو د دې دوو تیوریانو څخه په ګټې اخیستنې دغه د کمبربند او لارې ستراتيژي جوړه کړه، چین غواړي ټوله نړۍ د چین سره په اقتصادي توګه وتړي، او په ټولو بندرنو کې په دې بهانه چې د هغه بندر امنیت تامینوي هلته خپل سمندري پوځ ځای پر ځای کړي او ټوله نړۍ په اقتصادي ډول د چین سره وتړي، کله چې نړۍ د چین سره وتړل شي، هغه بیا د خپل اقتصادي نفوذ څخه په ګټې اخیستنې په موجود نړیوال نظم کې تغیر راولي.
د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته دغه موجود نړیوال نظم او نړیوال بنسټونه لکه د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال پولي صندوق او نړیوال بانک چې دغه موجود نړیوال نظم تنظیموي امریکا رامنځته کړي دي او تر ډېره د امریکا منافع په نړیوال نظم کې تامینوي.
چین غواړي چې دغه نظم کې تغیرات راولي، ځکه ادعا لري چې دغه نظم عادلانه نه دی او یوازې د امریکا او د امریکا د متحدینو ګټې تامینوي، ځکه د چین ولسمشر شيجینګ پینګ څو کاله مخکې خپل پوځ ته وویل چې چین د خپل دوښمن سره یوې خونړۍ جګړې ته چمتوالی نیسي.
د چین د دولت مشاور چارلس لیو د الجزیرې Head to Head پروګرام کی وویل چې یوازې یو هیواد دی چې د چین پولو ته سمندري پوځونه استوي هغه امریکا متحده ایالات دي او چین د امریکا سره یوې خونړۍ جګړې ته چمتوالی نیسي.
امریکا متحده ایالاتو د چین د مهار کولو لپاره په ۲۰۰۷ کال کې Quadrilateral Security Dialogue سازمان جوړ کړ.
په دې سازمان کې امریکا، چاپان، هندوستان، اسټرالیا، نیوزلنډ، ویتنام او جنوبي کوریا شامل دي او دا ټول هېواد د چین د اقتصادي او پوځي وړتیا د لوړېدو څخه ویره لري.
داسې هم ویل کیږي چې که چین همداسې پرمختګ وکړي؛ نو دغه سازمان به د نوې ناټو شکل غوره کړي.
امریکايي پروفیسر جان میرشایمر هم وايي چې د سړې جګړې په وخت کې د امریکا لپاره اروپا، بیا جنوبي او ختیځه اسیا او منځنی ختیځ اهمیت لاره ،ځکه هغه وخت شوروي اتحاد د امریکا لپاره ستراتيژيک خطر لاره؛ خو اوس دغه حالت بدل شوی، اوس د چین لپاره سویلي اسیا او سویل ختیځه اسیا ډېره مهمه ده ځکه اوس مهال چین د امریکا لپاره ستراتژيک خطر دی، ځکه چین نه یوازې دا چې په نړیوال نظم کې تغیر راولي د هغه ترڅنګ د امریکا برتري په نړیواله کچه ننګوي، چې دغه کار د امریکا منافع په خطر کې اچوي او امریکا باید په هر ډول چې کیږي د چین د پرمختګ او قوي کېدو مخنیوی وکړي.
څلورم: کنترول اختشاش Control Chaos ستراتيژي
دا یوه استخباراتي ستراتيژي ده چې هدف يې دوښمن هیواد په یوه ګران بیه اوږد مهاله خونړۍ جګړه کې ښکیلول وي.
په دې ستراتیژۍ کې په یوې ستراتيژيکه سیمه یا هیواد کې ګډوډي رامنځته کوي او دغه ګډوډي دوښمن هیواد ته ور ټیل وهل کیږي او په پایله کې د دوښمن هېواد منافع په خطر کې اچوي او هغه هیواد اړ کیږي چې د خپلو منافع لپاره په دغه سیمه کې نظامي مداخله وکړي چې ورسره سم، جګړه اوږدمهاله کیږي او په پایله کې د هغه هیواد نړیوال حیثیت صدمه ویني، د جګړې قیمت لوړیږي، په دې سره دوښمن ستړی کېږي او ماته خوري.
کترول اختشاش سیمې او شرایطو ته په کتو مختلف جګړهییز تکتیکونه لري لکه death by Thousands cuts , Bloodletting Strategy ، ideological subversion او Foreign Internal Defense (FID) .
د دې ستراتيژي تر ټولو مهم تکتیک ایډیالوژیکه تخریبکاري یا ideological subversion دی.
دغه ستراتيژي روسي لیکوال یوري بیزنوف په Ideological Subversion State کتاب کې په تفصیل سره بیان کړې ده.
په فکري تخریب کاري کې تر ټولو مهم کار دا دی چې د حقیقت مفهوم بدل کړل شي، د خپل پروپاګندې د لارې ذهنونه داسې مغشوش کړي چې خلک اړ شي هغه څه د حقیقت په نوم ومني چې دغه حاکمه ډله يې ورته تعریفوي.
دوی د خپلې روانې جکړې د لارې فکرونه دومره ګډ وډ کړي چې پر راتلونکي امید دلاسه ورکوي او هغه ډله چې دوی يې دغه حالت ته رسولي وي هغه د خپل ځان د نجات فریشتې ګڼي.
په دغه پروسه کې د ژوند ټول ارزښتونه بې ارزښته کیږي او ټول وضاحت له منځه ځي او خلک نه پوهیږي چې دوی په کوم حالت کې دي او د حل لاره څه ده.
همداسې یو حالت په افغانستان کې حاکم شوی، د خلکو د حقیقت مفهوم ورک شوی، افغان ملت په یوه ګنګس حالت کې واقع دی او نه پوهیږي چې دوست څوک دی او دوښمن څوک دی او موږ کومې خواته روان یوو.
په دې سره په یوه هیواد کې مشروع قانوني حاکمیت له منځه وړل کیږي، ور سره سم د هیواد ټول ټولنیز او اقتصادي بنسټونه هم له منځه وړل کیږي، د معلوماتي او تبلیغاتي جګړې د لارې هدف ګرځيدلي د سیمې په خلکو کې فکري ګډوډي رامنځته کیږي چې په نتیجه کې پاڅونونه رامنځته کیږي او ورسره په پراخ ډول اختشاش را منځته کیږي، چې د دغه حالت څخه په استفادې ترهګري په هیواد کي وده کوي او بیا د استخباراتي تکتیکونو د لارې دغه ترهګري دوښمن هیواد ته ور ټیل وهل کیږي او دوښمن هیواد مداخلې ته اړ کوي، لکه د سړې جګړې په وخت کي شوروي اتحاد اړ کړل شو چې افغانستان کې نظامي مداخله وکړي.
زما تیوري دا ده چې افغانستان د چین او امریکا ترمنځ د نیابتي جګړې په ډګر بدلېدونکی دی. کله چې موږ د چین شاوخوا ګورو په ټوله سیمه کې بل هیڅ داسې مهم ستراتيژیک موقیعت وجود نه لري چې هلته نیابتي جګړه یوازې د چین او د چین متحدینو ته صدمه ورسوي او د امریکا او غرب متحدینو ته يې ضرر نه وي. د چین د یوې لارې او کمربند ستراتيژيکه پروژه په منځنۍ اسیا کې تیریږي، دغه پروژه په اسانۍ سره د افغانستان څخه د تروریستي بریدونو لاندې راتلای شي او د ملامتیا ګوته امریکا ته څوک نشي نیولای، ځکه امریکا د دې سیمې څخه وتلې، که د افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هیوادونه او دغه پروژه تر برید لاندې راځي، نو ګټه به يې امریکا ویني او دغه Foreign Internal Defense (FID) تکتیک په دې ځای کې ښه تطبیق کیږي.
څه موده مخکې د روسيې یو ډیپلوماټ Vasily Nebenzya د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د ترهګرو د ورتګ ویره واقعي ده او طالبان نه دي توانیدلي چې د ترهګرۍ مخه ونیسي. همدارنګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ هم ویلي وه چې دا د امریکا مسؤلیت نه دی چې افغانستان امن کړي، د افغانستان ګاونډي هیوادنه باید افغانستان کې د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، چې موخه یې چین او روسیه وه.
امریکايي پروفیسره این هایروناکا په خپل کتاب نه ختمېدونکي جګړې کي لیکلي: دا چې د دهمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو او د اټومي وسلو په رامنځته کېدو سره د سترو قدرتونو ترمنځ جګړه ناممکنه کړي او ستر قدرتونه مخامخ یو د بل سره جګړه نه کوي او زیات وخت خپل رقابتونه د نیابتي جګړو له لارې افغانستان ته ورته هیوادونو کې ترسره کوي او زیات وخت د ترهګرۍ او اختشاش څخه په استفادې خپل هدفونه تر لاسه کوي.
امریکا د ۲۰۰۱ کال مخکې دا ستراتيژي لرله چې په ځینو هیوادونو کې رژيمونه بدل کړي، د عراق پر خلاف يې د مستقیم نظامي قوت څخه کار واخیست او دغه کار په نړیواله کچه د امریکا حیثیت ته صدمه ورسوله؛ نو ځکه يې سوریه او لیبیا کې خپله ستراتيژي بدله کړه او همدا د کنترول اختشاش د ستراتيژي څخه يې کار واخیست.
په لیبیا کې دا ستراتیژي بریالۍ شوه او هلته د معمر قذافي دولت له منځه ولاړ؛ خو په سوریه کې دغه ستراتيژي له ناکامۍ سره مخ شوه.
هلته د ایران او د روسيې مداخلې لوبه د امریکا په زیان تمامه کړه او د هغه ترڅنګ هلته ترهګري او اختشاش دا ویره لرله چې دا د امریکا متحدو هیوادونو ته ونه غځيږي لکه اردون، سعودي عربستان ، امارات، بهرین، مصر او داسې نور.
د اسراییلو لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو وايي چې ایران ددې جګړو څخه په ګټې اخیستلو یو لویه امپراتوري جوړه کړې او د اسراییلو په ګډون د امریکا ډیر متحدین يې محاصره کړي او په دې ټولو هیوادونو لکه عراق، سوریه، لبنان، یمن کې یې خپل نیابتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.
زما تیوري دا ده چې د امریکا لپاره د دغې ستراتيژي د تطبیق بهترین ستراتيژيک موقعیت افغانستان دی، ځکه د افغانستان داسې موقعت دی چې شاوخوا ټول د امریکا رقیب هیوادونه دي او د دغه ځای ترهګري او اختشاش غځېدل یوازې د امریکا رقیبان ګواښي او زیاته ګټه يې امریکا ته رسیږي.
لکه څنګه چې د امریکا پخوانی ولسمشر فرنګلین روزولیټ وايي چې په سیاست کې هیڅ کار تصادفي نه پيښيږي که پيښ شي هغه به خامخا همداسې پلان شوی وي.
دا چې امریکا پس له ۲۰ کالو له افغانستانه ووتله او افغانستان یې په بې قانونه او نامعلوم برخلیک کې پرېښود او جمهوري نظام يې ړنګ کړ، روښانه ښکاري چې افغانستان د کنترول اختشاش په ډګر بدل شوی.
د دې سره سره هغه ټول شرایط چې په یو هیواد کې د نیابتي جګړې او ترهګرو د ودې لپاره لازم دي افغانستان کې وجود لري، افغانستان کې قانوني مشروع حاکمیت نشته، د کلونو راهیسې مختلفې استخباراتي ایډیالوژیانې لکه نیودیوبندیزم، سلفیزم او وهابیزم افغانستان کې پراخه وده کړې، د روښانه راتلونکي لپاره هیلې نشته، اکثریت نفوس ځوانان دي چې عمرونه يې له ۱۵ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې دي، پوه او علمي کادرونه د افغانستان څخه وتلي، هیواد جګړې ځپلی، ټول ټولنیز او اقتصادي بنسټونه له منځه تللي او شاوخوا متخاصم دولتونه را ټول دي.
که موږ لږ د اسلامي هیوادونو تاریخ ته هم کتنه وکړو دغه څو استخباراتي ایډیالوژیانې چې د کنترول اختشاش اصلي بڼې دي لکه دیوبنډیزم، سلفیزم او وهابیزم، په مسلمانو هیودونو کې همېش د کنترول اختشاش د لارې، د مشروع حاکمیتونو د جوړېدو او د هیوادونو د پرمختګ مخنیوی کړی.
کله چې انګریزان په هند او جنوبي اسیا کې حاکم ول، دلته ډېر مسلمانان اوسېدل او په لومړي وختونو کې مسلمانانو د انګریزي استعمار خلاف ډېره مبارزه کوله او د دې مبارزې فکري قوت او د جګړې مشروعیت يې د سلام څخه اخیسته؛ نو انګریزانو په ۱۸۶۶م کال کې هند کې د دیوبند مدرسه جوړ کړه او د خپلو استخباراتي پروژو له لارې یې دغه دیوبندي ایډیالوژي په دې سیمه کې ترویج کړه او تر اوسه دغه اډیالوژي په دې سیمه کې د ملي دولتونو د جوړېدو مخنیوی کوي، ان کله چې افغانستان ۱۹۱۹م کال کې د انګریزانو څخه خپلواکي واخیسته او د یو دولت د جوړېدو په حال کې د همدې ایډیالوژي پلویان وه چې افغانستان کې يې ګډوډي جوړه کړه او دغه پروسه يې د خنډ سره مخ کړه.
همدا ډول امریکايي څیړنیز خبریال رابرټ ډرافوزس په خپل کتاب د شیطان لوبه Devils game کتاب کي لیکلي چې انګریزانو د دې لپاره چې منځنی ختیځ د عثماني اپراتورۍ له لاسه وباسي او تر خپل کنترول لاندې يې راولي د وهابي ایډیالوژۍ څخه کار واخیست هلته يې د الاخوان په نوم ډله را پورته کړه چې په دغه فکر سمبال وه او هغوی وتوانېدل چې سعودي عربستان او ډېرې نورې عرب میشتې سیمې د عثمانیانو له واکه وباسي.
همدارنګه کله چې د دوهمې نړیوالي جګړې وروسته په نړۍ کې د دولت ملت او نیشلیزم د جوړېدو او خپرېدو دوران وو، عربي هیوادونو کې هم عرب نیشنلیزم مخ پر وده و او دغه بهیر غربي هیوادونو لپاره ستراتيژيک خطرونه رامنځته کولای شوای،دځکه منځني ختیځ د نفتو له اړخه د غرب لپاره ډیر ارزښت لاره، نو ځکه سفلیزم او وهابیزم د پان اسلامیزم تر چتر لاندې سره متحد کړل او عرب نیشنلیزم چې رهبري يې جمال عبدالناصر کوله وځپي.
د دغه ستراتيژي یو بله نمونه ایران دی، امریکايي پروفیسر اډریو سکاټ کروپر په خپل کتاب د تیلو شاهان کې کاږي چې ایران کې د توده په نوم کمونیستي ګوند ډیر په قوت کې روان وو او امریکا ویره لرله چې ممکن دا ډله د شوروي اتحاد په مرسته ایران کې شاهي نظام بدل کړي او یو کمونیستي دولت رامنځته کړي او په دې سره شوروي اتحاد یو قوي کمونیستي هیواد چې ستراتيژيک اهمیت لري، متحد پیدا کړي او دغه کار به د امریکا لپاره سخت ستراتيژيک خطرونه رامنځته کړي، نو ځکه امریکا د نظام د بدلون په برخه کې د شعیه اخوانیانو ملاتړ وکړ ځکه یواځینی قوت چې کولای يې شول د توده ګوند مقابله وکړي همدا اخوانیان وه.
پایله
افغانستان ته د تاریخ په اوږدو کې څو ځله ښه فرصتونه په لاس ورغلي، یو ځل د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته چې نړیوال نظم د بدلون په حال کې وو او ستر قدرتونه تر ډېره په خپلو سیمو کې مصروفه وه، افغانانو کولای شول د الحضرت امان الله شاه تر رهبري لاندې خپل دولت قوي کړي او ځان د سترو قدرتونو د سیالۍ د ډګر څخه وباسي، بل ځل بیا د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چې بیا نړیوال نظم بدلون ومومي، افغانستان تر یو حده په ښه حالت کي وو، کولای یې شول د پاکستان پر ضد اقدام وکړي او خپل جیو ستراتيژيک اوجیوپولیټیک موقعیت کي تغیر راولي او د هند تر سمندر پورې دا سیمه لاندې کړي او د یو قوي ستر قدرت تر چتر لاندې ځان راولي؛ خو د هغه فرصت څخه هم افغان مشرانو سمه ګټه وانخیسته، اوس بیا همداسې یو حالت په وجود راغلی، نړیوال نظم د بدلون په حال کې دی، غرب په ځآنکړې ډول امریکا د روسيې سره د اکراین په جګړه کې ښکیله ده، پاکستان د امریکا او چین ترمنځ په انتخاب کې په بحراني حالت کې واقع دی ځکه دواړه يې ستراتیژيک متحدین دي او که هر طرف انتخابوي د بل طرف دوښمني به انتخابوي.
افغانان کولای شي چې اوس مهال افغانستان کې یو قوي دولت رامنځته کړي او حد اقل افغانستان د سترو قدرتونو د سیالۍ د ډګر څخه وباسي،که نه افغانستان به په یوه بله سوریه خامخا بدلیږي، ځکه هغه ټول شرایط چې د یوې نیابتي جګړې لپاره اړین دي، هغه افغانستان پوره کړي او صرف اور بلولو ته اړتیا ده.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.