د جمهوري نظام پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح کابل پودکاسټ ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې له ولسمشر اشرف غني سره دا مهال اړیکه نه لري.
هغه ټینګار کړی چې د نظام د سقوط مسؤلیت یوازې غني ته منسوبول ناسمه محاسبه ده.
صالح وايي، هغه پخواني چارواکي هم مسؤل دي چې طالبانو ته یې لابي کوله او د هغوی د بیا راتګ زمینهیې برابره کړه