د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني وایي، افغان ولس باید د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په خاطر متحد پاتې شي.
ښاغلي حقاني د لوی اختر په مناسبت د هېواد له بېلا بېلو قشرونو سره په ناسته کې ویلي، چې د اصلي اهدافو هېرولو تل هېواد له کړکېچ سره مخ کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د تېر پر اساس له هیچا سره محاسبه نه کوي او د هیڅ اړخ په وړاندې بدبیني نه لري.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، افغانان باید د سولې، ورورولۍ او پرمختګ لپاره خپلمنځي یووالي ته لومړیتوب ورکړي او له تفرقې ډډه وکړي.