دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستانایران؛د زاهدان په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام کړي

ایران؛د زاهدان په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایران د زاهدان په مرکزي زندان کې ۷ کسان اعدام کړي، چې پکې دوه افغانان هم شامل دي.

دغه اعدام شوي افغانان د نشه‌یي توکو د قاچاق پر تور اعدام شوي دي.

یاد سازمان د دغه اعدام شويو افغانانو عمرونه ۲۸ کلن او بل ۳۰ کلن یاد کړي دي.

د یادونې ده چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې ډېری افغانان اعدام کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here