د افغانستان د ولسمشرۍ وروستی مرستیال امرالله صالح وایي، روسیې ته په کار ده چې د اکراین جګړه کې ترلاسه شوې بریا په سمه توګه اداره کړي.
امرالله صالح پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د خپلې تیرې لیکنې په استناد اوس ډاډه دی چې اکراین په دې جګړه کې ماتې خوړلې او اړتیا ده چې کنټرول شوې خاوره وساتي.
نوموړي لیکلي چې ولسمشر پوتین هغه څه چې د اکراین له جګړې غوښتل ترلاسه کړي دي.

