دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛له خدای ج غواړو چې پر حامدالحق بریدکوونکو څخه بدل...

د طالبانو حکومت؛له خدای ج غواړو چې پر حامدالحق بریدکوونکو څخه بدل واخلي

د طالبانو حکومت پېښور کې د دارالعلوم حقانیې مدرسې د سرپرست مهتمم وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي او له خدایه یې هیله کړې، چې په دغه برید کې له لاس لرونکو بدل واخلي.

د طالبانو حکومت یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې د حامدالحق حقاني مړینه د علمي حلقو لپاره یوه کلکه ضایع ده.

اعلامیه کې د حامدالحق شاګردانو او کورنۍ ته تسلیت ویل شوی.

مولانا حامدالحق چې د طالبانو معنوي پلار هم بلل کېده، نن د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک حقاني مدرسه کې د یو ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here