دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستانروزا اوتونبایوا:د طالبانو سخت دریځه پالیسۍ د بشري مرستو د پراخوالي مخه...

روزا اوتونبایوا:د طالبانو سخت دریځه پالیسۍ د بشري مرستو د پراخوالي مخه نیولې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وايي چې د طالبانو سخت دریځه پالیسۍ د بشري مرستو د پراخوالي مخه نیولې ده.

هغې د پرینسټون پوهنتون په یوې ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د سخت دریځه پالیسۍ سربېره، د امریکا نوې اداره او ځینې نور عوامل یې کارونه ورځ تر بلې سختوي.

اوتونبایوا ټینګار کړی، چې اوس مهال افغانانو ته د تغذیې او معیشت برابرول تر ټولو مهم مسایل دي.

نوموړې د مور او ماشوم د مړینې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بشري مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

اتونبایووا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې امریکا خپلې ټولې بهرنۍ مرستې ځنډولې او طالبانو ته د بشري مرستو په ویش کې د لاسوهنې تورونه لګول شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here