د هرات یو شمېر ځایي سرچینو ویلي، چې د ندای بلوچ رسنیز بنسټ مسوول محمد اصف فیضیار د طالبانو له بنده ازاد شوی دی.
سرچینو ویلي، چې فیضیار د پنجشنبې ماښام د طالبانو له بند څخه خوشې شوی دی.
د یادونې ده چې نوموړی د چهارشنبې په ورځ د طالبانو لخوا نیول شوی و.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

