د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ټولو هېوادوالو ته د کرکټ مبارکي ویلې.
پخواني ولسمشر په خپله ایکس پاڼه لیکلي،:” دا بری چې د نړۍ پر یوې ډېرې پیاوړې لوبډلې ـ انګلستان مو ترلاسه کړه، ستاسې د ټینګار او هیله مندۍ نښه ده چې ملت ته په سختو شېبو کې د هیلو څرک راوړي.”
ښاغلي غني د دې بریا په اړه د کرکټ اتلانو، هېوادوالو او په ځانګړې توګه د کرکټ مینوالو ته له ولولو د ډکې مبارکۍ په رسولو پیغام خپور کړی دی.

