د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا ربانيکهر ته ویلي، که له افغان کډوالو سره نوره مرسته نشئ کولای؛ نو له خپل هېواد څخه یې مه وباسئ.
حنا رباني کهر د مونیخ کنفرانس کې ویلي وو، چې هڅه یې کوله واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته ښځینه ښوونکو ته نغدي مرسته ولېږي؛ خو بریالي نشول.
د یادونې ده، چې وروستیو کې یو وار بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي.

