یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانشفقت علي‌خان:د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د اړیکو خرابېدو علت په...

شفقت علي‌خان:د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د اړیکو خرابېدو علت په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پناه ځایونه دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، چې د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ د اړیکو خرابېدو یو اساسي علت، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پناه‌ځایونه دي.

شفقت علي خان یوې خبري ناستې ته ویلي، چې پاکستان دا مسله له طالبانو سره شریکه کړې او باید حل شي.

نوموړي ټینګار کړی، تر څو چې دا ستونزه حل نشي، دوه اړخیزه همکاري به نه وي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې څو ځله په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو ادعاوې رد کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here