په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې ناسته ترسره شي.
دا ناسته د قطر د نه همکارۍ له کبله په ان لاین بڼه ترسره کېږي.
ویل کېږي چې د ناستې اجنډا به پر اقتصاد او افغانستان کې د نشهیي توکو پر وړاندې پر مبارزې ورټوله وي.
تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي.

