د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کندز برید په سختو ټکو غندلی او له طالبانو یې غوښتي، چې د برید عاملین دې ونیسي او سزا دې ورکړي.
یاد وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه برید هدف د افغانستان په شمالي سیمو کې د سیاسي وضعیت لا زیات خرابول دي.
دغې وزارت زیاته کړې، چې دا برید د ترهګریزو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د افغانستان بېثباتي ده.
د یادونې ده چې تېره دوشنبه کندز کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګي برید پنځه تنه ووژل او ۷ نور ټپیان شول.

