د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
ددغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، خیرالله خیرخواه ویلي چې د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې نړیوال دې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.
د ناروې سفارت شارژدافیر ډاډ ورکړی چې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د اړوندو بنسټونو له لارې به خپلې مرستې جاري وساتي.
د یادونې ده، چې افغانستان د کلتوري میراثونو له اړخه بډای هېواد بلل کېږي، خو دغه میراثونه چې ډېری یې تاریخي آبدې دي، په جګړو کې سخت زیانمن شوي دي.

