د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د لرستان په بروجرد زندان کې چارواکو د یوه افغان زنداني د اعدام سزا په پټه او د کورنۍ له خبرولو پرته ترسره کړې ده.
دغه سازمان ویلي چې افغان زنداني سلمان همدرد پرون چهارشنبه پرته له دې چې له خپلې کورنۍ سره وروستی ملاقات وکړي، اعدام شوی دی.
د بشري حقونو سازمان د دغه افغان زنداني هویت ۳۰ کلن او نوم سلمان همدرد یاد کړی چې د افغانستان د ارزګان ولایت اوسېدونکی و.
د راپور په وینا، سلمان درې کاله وړاندې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د «مخدره موادو د لېږد» په تور نیول شوی و او وروسته د ایران د عدلي ارګان له لوري په اعدام محکوم شو.

