یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهزلینسکي:اوکراین نور له روسیې سره د وسله‌والې نښتې له کبله ستړی شوی

زلینسکي:اوکراین نور له روسیې سره د وسله‌والې نښتې له کبله ستړی شوی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي ویلي، چې اوکراین د روسیې سره د وسله‌والې نښتې له کبله ستړی شوی او د اوکرایني خلکو انرژي ختمه شوې ده.

هغه د انګلیسي مجلې اکونومیست ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په اوکراین کې د روحیې کمښت شته که نه، وویل: «خلک ستړي شوي دي، د خلکو انرژي له منځه تللې ده.»

زلینسکي په دې مرکه کې زیاته کړې، که امریکا له اوکراین سره مرسته ونه کړي، ولادیمیر پوتین به اوکراین وخوري.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د روسیې ځواکونه او جنګي واحدونه د اوکراین او اروپا له ټولو ځواکونو ډېر دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here