یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانعبدالمتین قانع:د کندز د پرونۍ پېښې عاملین په ګاونډیو هیوادونو کې مرکزونه...

عبدالمتین قانع:د کندز د پرونۍ پېښې عاملین په ګاونډیو هیوادونو کې مرکزونه لري

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د کندز د پرونۍ پېښې عاملین د امنیتي موندنو له مخې د هېواد له پولې بهر مېشت دي او خپلې چارې له هماغه ځایه تنظیموي.

قانع ویلي، چې د دغې پېښې عاملین په ګاونډیو هیوادونو کې مرکزونه لري.

نوموړي یاده پېښه نه بښونکې بللې او ډاډ یې ورکړی چې عاملین به یې سزا وویني.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې څو ځله ویلي، چې داعش ډله د پاکستان په ملاتړ بلوچستان کې روزنیز مرکزونه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here