د ازبکستان د ولسمشر لور په ساینس کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه کې ویلي، چې د دې هېواد ۴۸ سلنه ساینسپوهان ښځې دي.
هغې په ساینس کې د ښځو رول مهم او د هغوی هڅې یې الهامبښونکې وبللې.
سعیده میرضیایوف ویلي، چې ازبکستان ښځینه محققینو ته نوي فرصتونه برابروي.
نوموړې زیاته کړې: «ساینس ښځو ته اړتیا لري او ښځې ساینس ته اړتیا لري. موږ به د نړیوالې ټولنې سره یو ځای د داسې راتلونکي لپاره هڅه وکړو چې ساینس د سولې او سوکالۍ لپاره کار وکړي.»

