یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانداعش ډلې؛کندز کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید مسؤلیت منلی

داعش ډلې؛کندز کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید مسؤلیت منلی

داعش ډلې کندز کې د تېرې ورځې د ځان مرګي برید مسؤلیت منلی دی.

یادې ډلې ویلي، چې برید د دوی له لوري پر طالبانو او د هغوی پر یو شمېر قومندانانو شوی.

که څه هم دوی د مرګ ژوبلې کره شمېر نه ده ښودلی؛ خو ویلي یې دي چې برید کې یې د طالب قومندانانو په ګډون سلګونه طالبان وژلي.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویلي، چې دغه برید کې د پولیسو په ګډون پنځه تنه عام وګړي وژل شوي.

دا برید تېره ورځ کندز کې د کابل بانک مخ ته شوی وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here