د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د غزې د بیا رغونې غوښتنه وکړه، خو د فلسطینیانو د بېځایه کېدو مخالفت یې وکړ.
نوموړي د ډنمارک له صدراعظم سره په ټلیفوني خبرو کې د فلسطینیانو د حقونو د تضمین غوښتنه وکړه.
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د نیولو او د اوسېدونکو د ګاونډیو هېوادونو ته د لېږدولو وړاندیز کړی.
بل لورته د اردن پاچا عبدالله هم د دې وړاندیز مخالفت کړی او خپل دریځ یې څرګند کړی.
په ورته وخت کې ټرمپ خبرداری ورکړی که مصر او اردن د غزې خلک ونه مني، نو د امریکا مرسته به پرې ودروي.

