د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییلو ترمنځ د بیا زیاتېدونکو ترینګلتیاوو او د اوربند د لغوه کېدو د احتمال په اړه، له حماس څخه وغوښتل چې د مخکې ټاکل شوې برنامې له مخې دې اسراییلي برمته کسان خوشې کړي.
ښاغلي ګوترېش پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «باید په هر قیمت مخنیوی وشي چې جګړه بېرته غزې ته وګرځي، که نه نو موږ به له یوې سترې تراژیدۍ سره مخ شو.»
وروسته له هغه چې حماس اعلان وکړ چې د برمته شویو کسانو د خوشې کولو بهیر ځنډوي، ډونالډ ټرمپ د شنبې ورځ د ټولو اسراییلي برمته شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله.

