پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهګواتمالا؛د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۵۱ کسان...

ګواتمالا؛د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۵۱ کسان وژل شوي

نړیوالې رسنۍ وایي، چې د ګواتمالا په پلازمېنه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي دي.

د دې هېواد ولسمشر برناردو آروالو د پېښې په غبرګون کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی.

د دغه هېواد د اور وژنې ډلې ویاند ویلي، ۳۶ د نارینه وو او ۱۵ د ښځینه وو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي.

بس د پلازمېنې پر لور په حرکت کې و چې د یوه لوړ پل څخه ژورې ته ولوېد.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here