شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانازبکستان؛له افغانستان سره پر پوله د نشه‌یي توکو د کشف خبر ورکړی

ازبکستان؛له افغانستان سره پر پوله د نشه‌یي توکو د کشف خبر ورکړی

د ازبکستان ملي امنیت خدمت د افغانستان څخه ۶۰۰ کیلو او ۱۲ ګرامه نشه یي توکو د کشف خبر ورکړی دی.

ازبکستاني رسنیو د ازبکستان د ملي امنیت خدمت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان سره په سرحد کې د سرخندریا ګمرک کې سلګونه کیلوګرامه چرس کشف شوي دي.

رسنۍ زیاتوي، چې قاچاقچیانو هڅه کړې وه چې دغه توکي د جاروګانو په موټر کې پټ او ازبکستان ته ولېږدوي.

رسنیو دغه راز ویلي، چې د کشف شوو موادو ارزښت په تور بازار کې ۱۶.۵ میلیون ډالر اټکل شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here