په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق وايي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره هېڅ ګام نه دی اخیستی.
ښاغلي فایق پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې طالبان نه یوازې د سولې او هوساینې هوډ نلري، بلکې د خپلو غلطو سیاستونو له امله یې افغانستان له نړیوالې انزوا سره مخ کړی.
نوموړي زیاته کړې، د طالبانو پرېکړې بهرنیان کوي او دوی یوازې د خپل واک د پیاوړتیا فکر کې دی.
فایق دغه راز ویلي، چې طالبان د اسلام له نوم څخه ناوړه استفاده کوي او داسې دوهګونی سیاست مخته وړي چې له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه خبرداری ورکړی چې دا وضعیت به افغانستان نور هم په کړکېچ کې ډوب کړي او د بې وزلۍ او ناامنۍ کچه به زیاته کړي.
فایق دا هم ویلي، چې طالبان د واک ساتلو او پیسو راټولولو غم وړي او ولس ترې هېر دی.

