په مزار شریف کې د ایران سرقونسل ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي د افغانستان سره د اعظمي تعامل امر کړی دی.
ایرنا خبري اژانس د عليرضا احمدي له قوله ویلي چې د ایران د مشرتابه علي خامنهاي د فرمان له مخې د افغانستان سره پر اعظمي تعامل ټینګار کوي.
د احمدي په وینا، د ایران مشر په دې باور دی چې د سیمې ستونزې باید د سیمې د هېوادونو لخوا حل شي.
نوموړي زیاته کړې چې د ایران د خپلو تګلارو او پالیسیو له مخې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

