د سپینې ماڼۍ چارواکو اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو د پخواني وزیر انتوني بلینکن او د ملي امنیت د پخواني سلاکار جیک سلیوان امنیتي او محرمو معلوماتو ته لاسرسی بند کړ.
دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شو چې ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن ته د امنیتي او محرمو اسنادو لاسرسی هم لغوه کړ.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د جو بایدن د حکومت د عدلیې وزارت د مرستیالې، لیزا موناکو هم محرم اسنادو ته لاسرسی لغوه کړی.
د یادونې ده چې د امریکا پخواني ولسمشرانو په دودیز ډول استخباراتي غونډو او معلوماتو ته لاسرسی درلود، تر څو د ملي امنیت او بهرني سیاست په اړه اوسني ولسمشر ته مشورې ورکړي.

