د المان لومړي وزیر اولاف شولتز د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې.
د سوریې جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د المان لومړي وزیر اولاف شولتز، احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې او اطمنان یې ورکړی چې المان به د سوریې په بیا رغوونه کې رغنده رول ولوبوي.
شولتز په یوه تلیفوني اړیکه کې چې شا او خوا یو ساعت یې دوام وکړ د سوریې حکومت ته د بشارالاسد جمهوري دولت د راپرځولو مبارکي ورکړه او ډاډ یې ورکړ چې المان به په هره برخه کې د سوریې یو خواخوږی او ملاتړی پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.

