د ایران مذهبي مشر آیتالله علي خامنهاي وایي، چې حماس اسرائیل ته په ماتې ورکولو سره په حقیقت کې امریکا ته ماتې ورکړې.
علي خامنهاي دا څرګندونې د حماس د مشرتابه شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال کړي دي.
خامنهیي ویلي، چې د حماس مقاومت او د غزې د خلکو زغمل شوې کړاوونه د ټولو مقاومت کوونکو لپاره یوه نمونه ګرځېدلې ده.
ایراني رسنیو ویلي، چې په دې لیدنه کې د حماس د مشرتابه شورا رییس محمد اسماعیل درویش، د حماس د سیاسي دفتر مرستیال خلیل لحیه، او د لویدیځې غاړې د حماس مشر زاهر جبارین هم حضور درلود.

