د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي، چې د روان لمریز کال د مرغومې میاشتې د دولتي کارکوونکو د معاشونو توزیع به سر له سبا پیل شي.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د معاشونو د توزیع د ښه تنظیم لپاره به په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو، حج او اوقافو، کډوالو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ملي دفاع، لوړو زده کړو، د کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو معاشونه او څلورو ورځو کې به بیا د نورو وزارتونو او ادارو معاشونه توزیع شي.

